1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي پر ولیعهد له تورونو لګولو څخه خبرداری

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

سعودي عربستان ویلي دي چې پر ولیعهد محمد بن سلمان باندي به هیڅ ډول تورونه و نه زغمي. د سعودي د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په هکله د سي آی اې د رپوټ د خپریدو په درشل کې، ریاض یو څرګنده پیغام استولی دی.

https://p.dw.com/p/38aVt
Saudi Arabien Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/dpa/V. Jones

سعودي عربستان دا تورونه رد کړي دي چې ګنې ولیعهد محمد بن سلمان شخصا په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د دغه هیواد د منتقد خبریال جمال خاشقجي د ترور امر ورکړی وو. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عدیل الجبیر د «واشنګټن پوسټ» د یوه رپوټ په هکله په خپل غبرګون کې ویلي دي چې د سعودي عربستان شاهي سلطنت په دې پوهیږي «چې د ولیعهد پر ضد دغه ډول ادعاوې په بشپړه توګه ناسمې دي او موږ یي په کلکه ردوو.» د واشنګټن پوسټ، په رپوټ کې راغلي ول چې د متحده ایالاتو بهرنۍ استخباراتي اداره سي آی اې بن سلمان د نوموړي قتل د اصلي طراح په توګه انګیري.

ریاض: د ځای ناستي پر وړاندې تورونه «سره کرښه» ده

الجبیر له «شرق الاوسط» په نوم ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ويلي دي چې تر اوسه یوازې د رسنیو رپوټونه مطرح کیږي او متحده ایالاتو له لوري په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویل شوي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن پوسټ، د رپوټ پر وړاندې د دغه هیواد د درسمي دریځ په ترڅ کې ویلي دي چې تورونه یوازې پر ارزونو ولاړ دي، نه پر قانع کوونکو شواهدو باندې.

الجبیر په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې ده چې د ریاض د سلطنت د جګپوړو کسانو پر وړاندې به هیڅ ډول تورونه و نه زغمل شي: «زه غواړم پر دې خبره ټینګار وکړم چې د سعودي عربستان د سلطنت استازيتوب پاچا او ولیعهد کوي چې یوه سره کرښه ده. موږ به هیڅ کومې هڅې ته اجازه ور نه کړو چې هغوی ته زیان ورسوي، که هغه د هر چا له لوري او هره پلمه وي.»

Journalist Jamal Khashoggi
د سعودي عربستان د منتقد خبریال جمال خاشقجي جسد لا تر اوسه نه دی موندل شویانځور: picture-alliance/AA/O. Shagaleh

له واشنګټنه لا وروستۍ ارزونې نه ده وړاندې شوې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، د ډیرو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی وو چې سي آی اې، محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې په تړاو د اصلي طراح په توګه انګیري. په وروستیو کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په خپلو څرګندونو کې د یوې «عجولانه ارزونې» یادونه کړې ده. همداشان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا خبره روښانه کړې ده چې په دې هکله وروستۍ ارزونه نه ده وړاندې شوي. په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ د سي آی اې، بشپړ رپوټ وړاندې شي.

دا چې د اکتوبر پر دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې اصلا څه پیښ شول، خاشقجي څرنګه ووژل شو او څوک د هغه د وژني مسئول دی؟ له پیښې اووه اوونۍ وروسته هم لا روښانه نه ده. تر ډیرې مودې انکار وروسته، سعودي عربستان پر دې خبره اعتراف وکړ چې خبریال په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی. سعودي عربستان څو وارې د خاشقجي د وژني په هکله خپل دریځ بدل کړی دی. د سعودي عربستان لوی څارنوالۍ لوړ پوړي حکومتي چارواکي چې یوه ۱۵ کسیزه قدرتمنده ډله وه او د دغه کار د ترسره کیدو له پاره تللې وه له ډلې څخه یي د پنځو شکمنو کسانو له پاره د مرګ سزا غوښتنه کړې ده. د خاشقجي جسد لا تر اوسه لادرکه دی.

امریکا د آلمان د اقداماتو هرکلی کړی

د دغې کړنې په غبرګون کې د متحده ایالاتو حکومت تر اوسه د سعودي د حکومت د پخوانیو ۱۷ کارکوونکو پر وړاندې بندیزونه لګولي دي خو د ولیعهد پر وړاندې نه. د آلمان حکومت په مؤقتي ډول سعودي عربستان ته د وسلو لیږد درولی او د سعودي پر ۱۸ اتباعو يې بندیزونه لګولي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې هغه ۱۵ کسیزه ډله چې استانبول ته تللې وه او نور درې کسان شامل دي چې احتمالا د دغې وژنې په سازماندهي کې یي ونډه درلوده. خو ولیعهد په دغو کسانو کې نه دی شامل.

په عین وخت کې په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ریچارد ګرینل، د آلمان د حکومت د دغو اقداماتو هرکلی کړی دی.