1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودۍ رهف محمد القنون تېښته

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

سعودۍ رهف محمد القنون له دې وجې چې نه یې غوښتل د کورنۍ په خوښه واده وکړي، کورنۍ يې نيم کال هغه په کور کې بندۍ کړې وه. بيا دا تاېلند ته په تېښته بريالۍ شوه. د دې کيسه يوازنۍ پېښه نه ده.

https://p.dw.com/p/3BBKO
Thailand setzt Abschiebung von saudischer Frau vorläufig aus
انځور: picture-alliance/dpa

رهف محمد القنون کولی شي هيله منه اوسي: د تازه معلوماتو له مخې به نوموړې له تاېلند څخه سعودي عربستان ته اخراج نه شي. دې ځوانې سعودۍ يوه ورځ د بنکاک د هوايي ډگر د يوه هوټل په کوټه کې ځان بند کړی وو او نه پوهيدله چې سفر به يې کوم لور ته وي. بيرته د سعودي عربستان پلازمينې رياض ته؟ لکه څرنگه چې په بنکاک کې د سعودي سفارت غوښتل. او که استرليا ته، چيري چې هغې له لومړۍ سره تلل غوښتل او چيري چې دا به د بشري حقونو د ټولنې هيومن رايتس واچ له خوا مرسته ترلاسه کړي.

رهف غواړي له خپلې کورنۍ وتښتي. دا ځکه چې د هغې په خبره دې نه غوښتل د هغوی په خوښه واده وکړي او دا يې نيم کال په کور کې بندۍ کړې وه. د هيومن رايتس واچ د نزدې ختيځ کارپوه ادم کوگل په دې هلکه وايي: «تاېلندي چارواکو له نيکه مرغه لکه څرنگه چې یې لومړی غوښتل، دا بيرته کويت ته ونه ليږدوله.» د هغه په خبره د تاېلند د مهاجرت ادارې ويلي دي چې نه غواړي دا ځوانه نجلۍ بيرته کويت ته واستوي. له هغه ځايه بیا دا ښايي سعودي عربستان ته واستوله شي. تر دې وورسته د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې کارکوونکو له رهف سره وليدل.

د رهف پېښه يوازنۍ نه ده

رهف محمد القنون يوازنۍ ښځه نه ده چې له سعودي عربستانه یې د تېښتي هڅه کړې ده. د ۲۰۱۷م کال په اپريل مياشت کې د منيلا په هوايي ډگر کې د سعودي عربستان يوه ځوانه نجلۍ دينا لسلوم ونيول شوه. دا هم له دې وجې تښتېدلې وه چې کورنۍ یې غوښتل دا په زور واده کړي. خو نوموړې يوه ورځ وروسته بيرته سعودي عربستان ته وليږدول شوه. د هغې د برخليک په هلکه هیڅ معلومات نشته.

د بلومبيرگ خبري آژانس په حواله د سعودي د يوه حکومتي استازي له قوله چې نه غواړي نوم یې په ډاگه شي، لسلوم اوس د ځوانو نجونو په يوه ځانگړي زندان کې ده. خو د بشري حقونو سعودۍ فعاله بيا باور لري چې هغه مړه شوې ده. د بشري حقونو د څار ټولنه د لسلوم د استوگن ځای په هلکه هيڅ قانع کوونکي معلومات نه لري.

Saudi-Arabien Frauen mit Abaja in Riad
په سعودي عربستان کې په دې وروستيو کې د ښځو د حقونو په هلکه يو حرکت وليدل شوانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

خو په بنکاک کې ښايي د رهف محمد القنون له پاره يو څه هيله موجوده وي. ادم کوگل له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ د څو کالونو په اوږدو کې دا ډول يو څو پېښې ثبت کړي دي.» هغه زياته کړه: «تل مو ليدلي چې په سعودي عربستان کې ښځې د ناوړه چلن ښکار کيږي او هغوی د خپلې خوښې ژوند نه شي تیرولی ځکه د کورنۍ نارينه غړي دوی خپل مال او ملکيت گڼي.» دا حاکميت ځينې مجبوروي چې بهر ته د تښتيدو هڅه وکړي.

«اصلاحات بايد له د ننه وي»

د القطيف د ښاري شورا غړې او خبرياله عرفات المجيد وايي چې د رهف قضيه يوه غير معلومي قضيه ده. هغه زياتوي: «دا به نا انصافي وي چې ووايو رهف د خپل ټول نسل له پاره دريدلې.» المجيد له دويچه ويله سره په مرکه کې زياته کړه: «هغې پريکړه کړې چې د خپلې کورنۍ په مقابل کې ودريږي. دا څه کله کله پېښيږي خو ډېر نه ليدل کيږي.»

په سعودي کې له دې ډول قضيو سره د چلن قوانين اوسمهال د اصلاح کيدو په حال کې دي. المجيد زياتوي: «دا به ښه وي چې د سعودي شاهي سلطنت خپله د دې کار غم وخوري. له دباندې څخه فشار د گټې پر ځای تاوان رسوي.»

ښځې پر دولت تکيه نه شي کولی

يو څه موده وليعهد محمد بن سلمان د بدلون د تضمينونکي په توگه ياديدی، خو دا خبره سمه نه ده. دا څرگندونې بريتانيا ميشت مدني فعال يحي اسيري کوي. هغه زياتوي :«که څه هم چې يو څه حرکت ليدل کيږي خو اصلاحات نه رامنځته کيږي. دلته يوازې د شاهي سلطنت د نوم ښه کولو خبره مطرح ده.» اسيري وايي چې لومړی گام بايد داوي چې ټول سعودي منقتدين او فعالان آزاد کړل شي او غوښتنو ته یې غوږ ونيول شي. خو داسې څه نه کيږي.

د نوموړي په خبره زياتره وخت ځواني نجوني د کورنۍ له خوا د زور زياتي ښکار کيږي خو حکومت یې هیڅ ډول ساتنه نه شي کولای. دولت بايد د خپلو اتباعو ساتنه وکړي. خو کله چې دا کار نه کيږي، ښځي مجبوريږي يوه بله لاره انتخاب کړي د مثال په توگه تېښته.

زموږ له آرشيف څخه: