د سوات په دره کې د ترورستي پيښو وروسته سیاحت
پر واورو پوښل شوې غرونه، مست آبشارونه، او د پیچومو لرونکو ولو په شنه سیمه« سوات دره» کې د سیاحت موسم پیل شوې دی. د ۲۰۰۹ کال د پوځې عملیاتو دمخه دغه دره د طالبانو د تمرینونو پر میدان بدل شوې وو.
د سوات دره د سیلانیانو له پاره په زړه پوري ځای
د ۲۰۰۹ کال تر پوځي عملیاتو دمخه دغه دره د طالبانو د تمرینونو په میدان بدله شوې وه. په دې ځای کې نه یوازي دا چې د وژنو او شوکو بازار ګرم وو، بلکې سیاحت هم ختم شوی وو.
د ختیځ سويس
د سوات دره د خپلي طبیعي ښکلا له امله د ختیځ د سويس په نوم مشهوره ده. د سوات دره د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په ۳۹۰ کیلومترۍ کي د خیبر پښتونخوا شمال لور ته پرته ده. د دغي درې ۸۰ سلنه وگړي د سیاحت سکتور لا لاري خپل ژوند تیروي.
د تروریزم ښکار شوې دره
په تیرو ۱۸ کلونو کې ياغيانو د سوات درې سیاحت او اقتصاد ته ډیر زیات تاوان رسولی دی. د پاکستان د تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد او د هغه پلویانو په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د شریعت د نافذولو غږ پورته کړ او په مختلفو لارو يي سوات ته د سیلانیانو د ورتګ مخه ونیوله.
د نجونو پر زده کړو او تفریح بندیز
له ۲۰۰۷ کال راهیسي د مولانا فضل الله ډلي د سوات درې اقتصاد او سیاحت ته ډیر زیان رسولی دی. د خلکو وژل، د ښوونځیو، دولتي ودانیو، پلونو، او په بمونو د سیاسي ځایونو الوزول ورځنی معمول وګرځید. ښځي بايد يوازي په کورونو کي کښېني او د نجونو پر زده کړو باندي بندیز ولګول شو.
د اقتصادي سکتور زیامن کیدل
د سوات د هوټلونو د ټولني او سیاحت ادارې په حواله، په دغه سيمه کي د دغو ګډوډیو پرمهال د هوټولو سکتور ته ۷ میلیارده او په مجموع کي د دغي سیمي اقتصاد ۸۰ میلیارده پاکستاني کلداري زیان لیدلی دی.
تر پوځي عملیاتو وروسته د سیلانیانو دلچسپي
په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستاني پوځ له خوا د کامیابه عملیاتو د ترسره کیدو او امنیت ټینګولو وروسته، سوات یو ځل بیا د سیلانیانو پام ځانته راواړاوه. د ایالتي حکومت او پوځ له خوا تر سره کیدونکو میلو سیلانیان یو ځل بیا را جذب کړل او ډیر کورني او بهرني سیلانیانو سوات ته مخه کړې ده.
د سیلانیانو د لیوالتیا لوی مرکز
د سوات دره د کورني او بهرنیو سیلانیانو له پاره د ډیري دلچسپۍ وړ سیمه ده. په سوات کې ډیري زړه راکښونکي او ښایسته درې موجودي دي، د بیلګې په توګه ، کالام، مدین، بحرین، مرغزار، او د میاندم مهوډنډ د جهیل سیمې د سیلانیانو له پاره ډیري په زړه پوري دي. د رسنیو په حواله په ۲۰۱۲ کال کې سوات ته د سلو زرو سیلانیانو په ورتگ سره د دغې سیمي د سیاحت شل کلن ریکارډ مات کړی دی.
د سیاحت د پراختیا له پاره اړین ګامونه
د سیاحت د کارپوهانو په خبره د سوات سیاحت ته د پراختیا ورکولو په موخه باید د سړکونو جوړول، د سیلانیانو له پاره د اساسي امکانانو برابرول او د نورو تورستي ځایونو جوړول په پام کي ونیول شي.
د بنسټیزو جوړښتونو رغول
د سوات د هوټلونو د ټولني د مشر زاهد خان په حواله، د دغي سیمي د اساسي جوړښتونو د بیارغوني له پاره، د لنډاکي څخه تر کالامه پوري د لوي لاري رغول او د سیلانیانو له پاره د اسانیاو برابرول نه یوازي دا چې د سیاحت د سکتور د پياوړتیا په برخه کي مهم رول لوبولی شي، بلکې د هیواد له پاره یوه لویه عایداتي منبه هم ګرځي.
’’تر حده زیات ښکلا‘‘
له اسلام آباد څخه د خپلي کورنۍ سره کالام ته تلونکې مېرمن مشتاق وایی:« سوات ته الله پاک ډیره زیاته ښکلا ور بخښلې ده، دلته بیا بیا راتګ ته مي زړه غواړي، او زه د ټولي نړۍ خلکو ته بلنه ورکوم چې سوات ته راشي، دلته هیڅ خطر نشته.»