1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سوریي دولت ښایي بیا له زهرجن ګاز څخه کار اخیستی وي

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

داسې اټکل کیږي چې د سوریې دولت د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې احتمالا د کلور له زهرجن ګاز څخه استفاده کړي وي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په جګړه کې له زهرجن ګاز څخه د استفادې موضوع ارزوي.

https://p.dw.com/p/2s8si
Syrien Idlib Giftgasangriff
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Syria Civil Defence

د آلمان خبري آژانس د «سپین خولیو» د مرستندویه سازمان له قوله رپوټ ورکړی دی چې چې پر صراغب ښار باندې د حملې په ترڅ کې نهه تنه ټپیان شوي دي چې درې تنه پکښې د دوی د سازمان دي. دغه ښار چې د ادلب په ولایت کې موقعیت لري، د یاغیانو په لاس کې دی.

د سپین خولیو، د رپوټ له مخې په دغه برید کې له کلور ګاز څخه استفاده شوې ده. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې پر صراغب باندې د دولتي الوتکو د برید پر مهال په هوا کې بد بوی خپور شوی دی.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د سوریې په جګړه کې له زهرجن ګاز څخه د استفاده رپوټونه وارزوي.

د پنجشنبې په ورځ (د فرورۍ لومړۍ نیټه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې دولت تورن کړی وو چې د زهرجن ګاز تولید او د خپلو مخالفینو پر وړاندې له هغې څخه استفادې ته ادامه ورکړې ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه تورونه بې بنسټه بللي وو او ویلي یې وو چې دغه هیواد خپلې ټولې کیمیاوي وسلې د اتومي وسلو د له منځه وړلو سازمان په اختیار کې ورکړي دي.

په ۲۰۱۳م کال کې نړیوالو فشارونو سوریه دې ته اړ کړه چې خپلې کیمیاوي وسلې د نوموړي سازمان په اختیار کې ورکړي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د دولتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ نښتې چې د ۲۰۱۷م کال د دسمبر له ۱۵ راهیسې یې زور اخیستي په ادلب کې ۲۷۰ زره انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

د روسیې له خوا په بریدونو کې زیاتوالی

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې روسي ځواکونو د سوریې په شمال کې په بیلا بیلو سیمو کې د دوشنبې له ورځې راهیسې خپلو بریدونو ته زور ورکړی. د رویترز خبري آژانس د سوریې د غیر پوځي کسانو د محافظت د سازمان له قوله رپوټ ورکړی دی چې په معرة النعمان، ښار کې یو روغتون تر برید لاندې راغلي دی او د ادلب په ښار کې هم یو پنځه پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. د رپوټونو له مخې یوازې په ادلب ښار کې پنځلس تنه وژل شوي دي.

څارونکي اټکل کوي چې د روسیې له لوري په بریدونو کې زیاتوالی ښایي په ادلب کې د دغه هیواد د یوې جنګي جیټ الوتکې راغورځولو ته غبرګون وي. د اسد مخالفین چې ادلب ولایت تر خپل کنترول لاندې لري د فبرورۍ په دریمه نیټه معرة النعمان ته څیرمه یوه روسۍ سوخو Su25 ډوله جنګي الوتکه راغورځولې وه.

زموږ له آرشیف څخه: