1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سولې څیړونکي د نړیوالو کړکیچونو له پاره حل لارې نه لري

۱۳۹۸ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د سولې څيړونکو په خپل سږني رپوټ کې د سیاستوالو او پوهانو تر منځ پر خبرو اترو ټينګار کړی دی. د «سولې اروزنې» په کلني رپوټ کې راغلي چې نړيوالې ننګونې په ټولو برخو کې مخ په زياتيدو دي

https://p.dw.com/p/3Ju4O
Afghanistan Islam Tauben um Moschee in Bagdad
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

د سولي د څيړونکو په وروستي رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ په برلین کې د «سوله متحدینو ته اړتیا لري» تر عنوان لاندې خپور شو، راغلي دي چې د نړۍ وضعیت ترینګلی شوی دی.  د دغه رپوټ چمتو کوونکو د سیاست او علومو د څانګې فعالانو تر منځ پر خبرو اترو ټينګار کړی او د نړيوالو کړکيچونه د حل په موخه د عملي لارښونو غوښتونکي شوي دي.

په ورته وخت کې د آلمان د هسن ايالت د «لايبنيس» انستيتوت د سولې او بحران د مرکز څيړونکو او همدا راز په ايسن ښار کې د دویسبورګ د سولې او پراختيا د پوهنتون او د هامبورګ د سولې او امنيت د څيړنې پوهنتون څيړونکو، د سولې په سياست کې د نوښتونو او عملي اقداماتو پر نه شتون ټيڼګار کړی دی.

د يادو علمي بنسټونو د څيړونکو د رپوټ پر اساس، ترنګلتياوې په ټولو برخو کې مخ په ډيريدو دی: په دې برخه کې د اتومي وسلو په برخه کې سیالیو، د ملګرو ملتونو د مفهوم ناکامي او يا هم عربي هیوادونو ته د وسلو صادراتو ته اشاره شوې ده.

د دغو محققانو د «سولې اروزنې» پر اساس، په ۲۰۱۷م کال کې په مجموع کې د ۱۳۱ مورده وسلوالو کړکيچونه رامنځ ته شوي وو چې دا د ۲۰ کاله مخکې مودې په پرتله د ترګلتياو تر ټولو لوړ کچه ښيي. د دوی په اند د دې وضعیت یو له اغیزناکو مواردو څخه په سوریې د جګړې دوام او د افریقا په قاره کې د نښتو رامنځ ته کیدل دي.

په حاضر وخت کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۸،۵ ميليونه انسانان د تيښتې په حال کې دي. په دې منځ کې ترکيه، پاکستان او اوګاندا هغه هیوادونه دي چې د نړۍ تر ټولو ډير شمير مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی. د دغه رپوټ څيړونکو پر اروپا د نيوکې په کولو سره ويلي چې اروپايي هيوادونو په حاضر وخت کې له ځانه ديوالونو راچاپيرولو ته زور ورکړی او په دې ترتيب اروپايي اتحاديه اوس په ټوله نړۍ کې «تر ټولو خطرناک بهرني سرحدونه» لري. هغه سرحدونه چې د زرونو انسانانو د مړينه سبب واقع شوي دي. د دغه رپوټ د څيړونکو په اند د ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې يوازې په مديترانې سمندرګي کې ۳۵ زره کسان ډوب شوي دي.

يادو څيړونکو په دې برخه کې په ځانګړې توګه د اروپايي اتحاديې او د ليبيا او سوډان په ګډون د مهاجرو د مبدا او يا هم ترانزيت هيوادونو د مشرانو تر منځ د ګډو همکاريو شتون، د يوې تر ټولو سختې بحران زيږونکي مسئلې په توګه ياده کړې ده.

څيړونکو په دغه رپوټ کې ویلي دي: «د آلمان فدرالي حکومت بايد د عمل ابتکار په لاس کې واخلي او د نړيوالو سياستونو په تدوين کې عملي ګامونه پورته کړي.»

دوی د بيلګې په توګه د افريقا په لويديځ کې د مالي وضعيت ته اشاره کړې ده، ځکه آلمان په دغه جګړه کې د ښکيل هيواد په توګه په مختلفو سطحو کې فعاليت لري. په دغه هيواد کې هم لکه د نړۍ د نورو سيمو په څير پراختيايي فعاليتونه تر ډيره امنيتي او مهاجرتي سياستونو پورې منحصر دي او دغو سياستونو ته د انکشافي هڅو په پرتله اولویت ورکول کیږي.

له همدې وجې په مالي کې د ثبات د رامنځ ته کيدو په برخه کې د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې د ټولو هڅو سربيره ډير لږ پرمختک شوی دی او د ۲۰۱۵م کال د سولې د قرارداد تحقق هم نه احساسيږي.

څيړونکو همدا ډول په دغه رپوټ کې د مهاجرت بحران مديريت هم ډير ضعيف ارزولی دی. دوی ټينګار کړی دی چې پراختيايي سياستونه باید د «سرحدونو د تنظيم» پرځای، تر ډيره د ژوند د شرايطو ښه کيدو او د کار په بازار کې د رقابتونو پر امکاناتو باندې متمرکز وي. د «سولې اروزنه» د آلمان د پنځو څيړنيزو بنسټونو له خوا له ۱۹۸۷ کال راهیسې هر کال په دې هدف چې د سولې په باب خبرې اترې وشي، خپریږي.

(ks/ms /(kna