1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا واکمن چین ته سفر کړی

۱۳۹۷ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

د شمالي کوريا واکمن کیم یونگ اون په دوه ورځني سفر پيکينګ ته تللی دی. تمه کیږي، چي اون خپل دغه نژدې دوست هیواد ته له ترمپ سره د وروستۍ لیدني کتني په هکله رپوټ ورکړي.

https://p.dw.com/p/2zpn3
Kim Jong Un am Flughafen in Singapur
انځور: picture-alliance/dpa/Ministry of Communications and Information of Singapore/T. Tan

چین ته د کیم یونگ اون د سفر په باب د چین خبري آژانس شین هوا رپوټ ورکړی. په رپوت کي راغلي دي چي هغه به نن او سبا چهارشنبه په پيکينګ کي د چین د دولتي او حکومتي رهبرۍ سره ملاقات او خبري وکړي.

کیم به هلته د چین رهبرۍ ته د سنگاپور د سرمشریزي د نتایجو په باب هم معلومات ورکړي. اون يوه اوونۍ مخکي په سنگاپور کي د امريکا متحدو ايالاتو له جمهوررئيس دونالد ترمپ سره کتلي ول.

اکثره ناظرین چین ته د شمالي کوريا او امريکا د ملاقات د محرمانه اصلي گټونکي په سترگه گوري. ځکه پیکینگ خپل هیواد ته نژدې نه د شمالي کوريا اټومي وسلې غواړي او نه هم امریکايي قواوي. په همدې دلیل د چین په نظر د سنگاپور سرمشریزه تردې ښه جریان نه سوای پیدا کولای. کیم یونگ اون ټینگار وکړ چي د غیراټومي کولو پروسې ته به دوام ورکړي.

امريکا او جنوبي کوريا پوځي مانورونه نه کوي

په همدې حال کی ترمپ اعلان وکړ چي په سیمه کي له جنوبي کوريا سره گډ نظامي تطبیقات متوقف کوي. لکه څنگه چي پنتاگون او د جنوبي کوريا د دفاع وزارت خبر ورکړی، امريکا متحدو ايالاتو په راتلونکي اگست میاشت کي پلان سوي پوځي مانورونه متوقف کړي دي. د پنتاگون ویاندي دانا وایټ اعلان وکړ، چي "Ulchi Freedom Guardian" په نامه د پوځي مانورونو پلان نه عملي کیږي.

Südkorea TV Treffen Kim Jong Un Xi Jinping
انځور: picture -alliance/AP/L. Jin-man

مخکي تردې چي ترمپ او کیم تیره سه شنبه خپل تاریخي ملاقات سره وکړي، چین وختي لا یو سمبولیک بریالیتوب په لاس راوړی دی: داځکه چي د شمالي کوريا رهبر او د هغه پلاوی د چین د هوايي شرکت اېرچینا د یوې فوق العاده الوتکي په واسطه سنگاپور ته سفر وکړ. د همدغي چینايي الوتکي په واسطه کیم بیرته خپل هیواد ته هم ولاړئ، کومه چي ددې نخښه ده، چي کیم پر پيکينګ باندي څومره اعتماد کوي.

د حیرانونکو لیدنو کتنو ادامه

د سږعیسوي کال د حیرانونکو لیدنو کتنو په ادامې سره کیم یونگ اون د مارچ میاشت په اخره کي د اول وار له پاره په ۲۰۱۱م کال کي د خپلي واکمنۍ راهیسي په تعجب آوره ډول سره چين ته سفر وکړ او پخوانۍ دوستي یې بیرته راژوندئ کړه.

څو اوونۍ وروسته د چین په بندري ښار دالیان کي د چين د دولتي او حکومتي مشر، شي جین پینگ سره یې يوه بله لیدنه کتنه هم ترسره کړه.

ترکلونو کلونو سړو مناسباتو چي د شمالي کوريا د اټومي او راکټي ازموینو او د چین له خوا د بين المللي اقتصادي تعزیراتو تر عملي کیدلو را وروسته رامنځته سوي وه، دواړه خواوي بیرته یو دبل سره نژدې او پر گډي همکارۍ باندي یې فیصله سره وکړه.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.07.2017 )