1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د شينډنډ په وسله والو نښتو کې ۲۹ کسان وژل شوي

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د هرات په شينډنډ ولسوالي کې د طالبانو او يوې دولت پلوه پیاوړي ملیشې ډلې تر منځ نښتو کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/39CAl
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

په نښتو کې چې د طالبانو تر یوه کمین وروسته رامنځ ته شوې دي ۱۷ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، ویلي دي چې پیښه د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي توریالي طاهري، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د ملي امنیت یو کارکوونکي هم شامل دی چې د دولت پلوه ملیشو قوماندان ننګیالي، د ملاتړ له پاره پر لار وو. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې په نښتو کې د جګړې کوم اړخ ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

ننګیالی په شینډنډ ولسوالۍ کې د دولت پلوه ملیشو یو پیاوړی قوماندان دی. طاهري ویلي دي چې افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ملي امنیت اداره د طالبانو پر ضد جګړه کې د ننګیالي ملاتړ کوي.

د طاهري په خبره ننګیالی او جنګیالي یې تر دې مخکې د طالبانو غړي ول خو بیا یې وروسته د دې ډلې له نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده سره له بعیت ډډه وکړه. دغه قوماندان اوس ملا رسول ته وفاداره دی چې له طالبانو د یوې بیلې شوې ډلې مشري پر غاړه لري.