1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو او خلیلزاد غونډه څلورمې ورځې ته غځیدلې

۱۳۹۷ بهمن ۴, پنجشنبه

طالبانو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو له استازي سره یې غونډه څلورمې ورځې ته غځیدلې ده. دواړه اړخونه د قطر په پلازمینه کې خبري کوي، خو په غونډه کې د افغان حکومت کوم استازی ګډون نه لري.

https://p.dw.com/p/3C4uk
Katar Taliban Büro in Doha
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې «بحثونه اوس هم روان دي». هغه زیاته کړې ده: «موږ به د جزئیاو په اړه وروسته، کله چې یوه توافق ته ورسیدو، معلومات ورکړو».

واشنګټن په وروستیو وختونو کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړي دي چې په افغانستان کې له ۱۷کلونو راهيسي روانه جګړه پای ته ورسوي.

د پاکستان په یوه نامعلومه سیمه کې میشت د طالبانو یوه لوړپوړي قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دواړه اړخونه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بیلابیلو اړخونو خبرې کوي.»

دغه قوماندان زیاته کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته او یا هم د جمعې په ورځ به په دې اړه یوه اعلامیه خبره شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې ده چې دواړه اړخونه اوس هم سره په خبرو بوخت دي. تر اوسه پورې لا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او یا هم په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي، ویلي دي چې د خبرو دوام د پرمختګ له پاره یو بې سابقه چانس رامنځ ته کړی دی. هغه زیاته کړې ده: «ما تر اوسه پورې هیڅکله هم داسې څه نه ول لیدلي.»

یوسفزي وویل: «دا یوه جدي هڅه ده چې له جولای مياشتي راهیسې دوام لري. هغوی خپل د اختلاف ټکي منلي دي او موافقه یې کړي چې خبرو ته دوام ورکړي. له همدې کبله دا بې سابقه [وضعیت] دی.»

د یوسفزي په خبره مذاکرات په اوسنۍ مرحله کې پر درو موضوعګانو متمرکزې دي: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان له خاوري څخه د نه استفادې ژمنه او یو احتمالي اوربند.

واشنګټن غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي خو طالبانو تر اوسه پورې له کابل سره له خبرو ډډه کړې ده.