1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو د دفتر هوکړه لیک پر بشپړیدو دی»

محمد اسماعیل شاکر۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په قطر کې د طالبانو له پاره د یوه دفتر د جوړیدو پر سر خبرې اترې یوې پایلې ته نزدې شوي دي. د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې تر دې وروسته به په همدې ځای کې له طالبانو سره خبرې وشي.

https://p.dw.com/p/178uA

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۵مه نیټه) د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل: «موږ د افغانستان او قطر ترمنځ [د طالبانو د دفتر په اړوند] د یوه هوکړه لیک پر تدوین کار کوو چې تقریباً بشپړ شوی دی. دغه تړون به تر دې وروسته له هغوی سره لاسلیک شي. دا یوازینۍ لاره ده چې له مخې یې له افغانستان څخه بهر له طالبانو سره خبرې اترې کیدای شي. »

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړو، وسله والو طالبانو، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړو او د افغان حکومت د سیاسي آپوزیسون یو شمیر استازو ګدون کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل چې پریکړه شوې ده چې تر دې وروسته به د افغانانو تر منځ غونډې پخپله افغانستان کې جوړې شي. ښاغلي رسول ټینګار وکړ چې د پاریس غونډې ته څوک د افغان حکومت په بلنه نه ول راغلي. هغه زیاته کړه: «دوه کسان د طالبانو له ډلې څخه هلته بلل شوي ول خو تر پایه پورې دا خبره روښانه نه شوه ‎چې دغو طالبانو په چا پورې اړه لرله. ځکه طالبان هم څو ډوله دي. نو له دې وروسته تصمیم دا دی چې موږ بین الافغاني غونډې پخپله خاوره کې جوړې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د پاریس د غونډې پایلې مثبتي ارزولې وې او د دغه راز غونډو د دوام ژمنه یې کړې وه. په دې غونډه کې د طالبانو استازو ویلي وو چې د افغانستان اساسي قانون په رسمیت نه پیژني.

له بل پلوه د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار بیا د سولې په تړاو په پاریس کې ترسره شوې غونډه مثبته بلي خو زیاته وي چې د سولې د خبرو اترو له پاره یوازې د سولې د عالي شورا ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي چې په وروستیو کې به د ملګرو ملتونو په ملاتړ په ترکمنستان کې هم د افغانستان د سولې په اړوند یوه غونډه جوړه شي.