1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی

۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر په کابل هوايي ډګر کې وویل چې له تیرو دریو میاشتو راهیسي يې له روسي مسؤلینو سره د سوداګرۍ په اړه تماسونه نیولي دي. د هغه په خبره، په دې سفر کې به له روسیې سره ځینې تړونونه نهايي شي.

https://p.dw.com/p/4FW4K
Afghanische Delegation in Pakistan
انځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance

عزیزي وايي، پلان کي لري، د روسيې له سوداګرۍ وزارت سره د لومړنیو اړینو موادو د وارداتو په اړه قراردادونه لاسلیک کړي، چي په خبره يې په افغانستان کي به د نرخونو ګراف مهار کړي. هغه زياته کړې: « په پلان کي ده، چي د غنمو، د لمرګلي غوړیواو همدارنګه د نفتي موادو لکه ډېزل، پيټرول، غاز ایل پي جي، او نور برخو کي به ښې لاسته راوړني ولرو.»

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر زیاتوي، همدارنګه به د کرني او برېښنا له وزارتونو له مسؤلینو سره هم ملاقاتونه ولري، چي په دې برخه کي هم ډېره هیله مندي لري.

ویل کیږي، چي یاد سوداګریز پلاوی به پنځه ورځي په مسکو کي وي او هلته به له میشتو افغان سوداګرو سره هم وګوري.

په افغانستان کي سوداګراو صنتکاران دغه ډول سفرونو ته په ښه سترګه ګوري او وايي ، له تیر یوکال راهیسي يې صادرات او واردات ټکني سوي دي اوله مسؤلینو غواړي،  په دې اړه د روسیې ترڅنګ له نورو هیوادونو سره هم اړیکي ښې کړي.

د دوی په خبره له دې لاري کیدلای سي، چي زیات اړین نفتي او لومړني توکي هیواد ته په مناسبه بیه راوارد او په نرخونو کي د مخ پورته کیدونکي ګراف کچه که یومخ راکښته نه کړي، نو ترډېره به مهار سي. 

آیا په افغانستان کې اقتصادي وضعيت مخ پر خرابیدو دی؟

په سویلي حوزه کي د صنعتکارانو ټولني مرستیال اغا ګل همدغه خبره کوي او وايي:  « موږ غواړو، چي اول د برېښنا، خام موادو او صادراتو ستونزه راحل کړل سي او کنه یوازي له پردیو وطنونو واردات زموږ ګټه د بل جیبونو ته وړل دي.»

په کندهار پوهنتون کي د اقتصادي پوهنځي استاد احمدالله خان بیا وايي، په کار ده، چي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر هلته له روسيې چارواکو سره د افغانستان څخه د وچي میوې، غالیو، پنبې او نورو مهمو لاسي صنایعو د صادراتو په اړه هم خبري وکړي.

ترڅو افغانستان له مصرفي هیواد څخه په صادراتي هیواد بدل سي: « له یو اړخه واردات دومره ګټور نه دي، لکه څومره چي له دواړو خواوو واخله راکړه جاري وي. په نوره نړۍ کي هیوادونه هڅه کوي، چي اول د خپلو صادراتو غم وخوري بیا پر وارداتو خبري وکړي او که داسي نه وي، بیا نو یوازي مصرفي هیوادونه تل محتاج وي.»

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر په داسي حال کي روسیې ته د یو پلاوي په مشرۍ نن روان سو، چي پر افغانستان د امریکا لخوا سخت اقتصادي بندیزونه لګېدلي او خلک ورځ په ورځ د خوراکي او غیري خوراکي توکو له لوړو بیو څخه شکایتونه کوي او ان ځیني کورنۍ اړي سوي، چي خپل اولادونه وپلوري.

محمدابراهیم سپېڅلی