1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

د طالبانو یو کال واکمنۍ له اقتصادي پلوه افغانستان ته څه لرل؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مرداد ۲۴, دوشنبه

واک ته د طالبانو رسېدو تر نورو ډېر اقتصادي او سوداګریز سکټور اغیزمن کړ. نړېوالې مرستې بندې شوې او د طالبانو حکومت نړېوالو اقتصادي محدودیتونو سره مخ شو. په دغه اقتصادي بحران کې د طالبانو حکومت د لګښتونو سرچینې کومې وې؟

https://p.dw.com/p/4FW7y
Symbolbild Afghanistan Ausreisewilligen in Kabul
انځور: Ahmad Kamal/Xinhua News Agency/picture alliance

بې کاري «وزګارتیا»

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وړاندې هم د وزګارتیا کچه لوړه وه، خو د سیګار یو وروستی راپور ښيي چې د طالبانو په واکمنۍ کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو خپل کار له لاسه ورکړی.

اقتصادی شنونکی اصف ننګ چې په پخواني حکومت کې د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکي زده کړو معین و، دویچه ویله ته وویل:«په مسلکي ادارو کې غیر مسلکي تعینات او چلند دا ټول سبب کیږي چې بې کاري زیاته شي، فقر زیات شي او ترک وطن زیات شي.» 

نفیسه بارکزی په افغانستان کې د اګست ۱۵نیټې تر بدلون وروسته آلمان ته راکډه شوې، هغې هلته کار کاوه، خو د طالبانو د رژیم په راتګ سره یې کار له لاسه ورکړ. دې دویچه ویله ته وویل: »زه اړه شوم چې هېواد پرېږدم ځکه چې طالبانو په خپل لومړي دور کې هم د نجونو ښوونځي تړلي وو، ښځو ته یې د کار اجازه نه ورکوله او په کور ناستې وې، هماغه تصویر زما په ذهن کې وه.»  

د سیګار د رپوټ پر بنسټ، د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په نیمايي کې د وزګارو افغانانو شمېر شاوخوا ۹۰۰ زره ته رسېدلی دی.

کاريتاس: په افغانستان کې وضعیت هيڅکله دومره خراب نه وو
اقتصادي کډوالي

د طالبانو واکمنۍ په تېر یو کال کې لس هاوو زره افغانان کډوال شول، چې په دوی کې د پخواني دولت ملکی او پوځي کارکونکی، بهرنیو موسسو او سازمانونو ځايي کارکوونکي او عام افغانان شامل دي.

اقتصادي شنونکي وايي، افغانستان ته د کډوالۍ په لړ کې تر ټولو ډېر زیان د هغو کسانو د وتلو له امله واوښت چې په هېواد کې یې پانګونه کوله او اوس له خپلو پانګو سره بهر ته کډوال شوي.
اقتصاد پوه اصف ننګ دویچه ویله ته وویل: »د مهاجرتونو په سلسله کې د سرمایه ګذارو وتل ډېر بد تاثیر لري، ځکه دې سره غربت راغلی بې کارې راغلې.»

د سوداګریزو راکړو ورکړو وضعیت

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ په تېر یو کال کې صادرات یو څه ډېر شوي، خو په وارداتو کې کموالی راغلی.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل، د بې کاری له امله ډېری خلکو د پېرلو توان له لاسه ورکړی، نو ځکه سوداګر هم نه غواړي ډېر توکي هېواد ته راوارد کړي: «بې کاري شته، د فقر سطحه زیاته شوې ده، بې روزګاري ډېره ده، پیسې ورکې شوي او تجارت هم کم شوی دی.»

د ښاغلي الکوزي پروینا د طالبانو د واکمنېدو سره هممهاله بانکی سیستم له کاره ولوېد او سوداګر لاهم د حوالو له لارې بهر ته پیسې لېږدوي. ده وویل، سره له دې چې د اوکراین جګړې د نړۍ په کچه د توکو بیې لوړې کړې، خو افغانان یې ځکه ډېر وځپل چې دلته لا پخوا د بې وزلۍ کچه د ناورین تر برېده رسېدلې.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Chris Herbert/US Airforce/AFP

افغان سوداګر څرنګه بهر ته پيسې انتقالوي؟
کورني تولېدات

له بل لوري په تېر یوه کال کې د افغانستان کورنی تولېدات هم خورا ټیټې کچې ته رسېدلي .
د شمېرو له مخې، تېر کال د هېواد کورني تولېدات له ۲۰ میلیارده څخه ۱۶ میلیارده افغانیو ته راټېټ شوي.
د پوهنتون استاد قیس محمدي دویچه ویله ته وویل:«داسې وړاندوینه کیږي چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال تر اخره به ۱۳ نیم میلیاردو ته راښکته شي، ځکه ډېری کمپنۍ تړل کیږي.»

د افغانستان اقتصاد ته په تېر یو کال کې یو بل ستر ګواښ د افغانۍ د ثبات له اړخه هم متوجه ؤ.

د طالبانو پولي سیاست

سره له دې چې اقتصادی شنونکي اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، طالبانو په اقتصادي برخه کې یو بریالی پولي سیاست درلود ځکه سره له نړېوالو بحرانونو هم افغانۍ ډېره بې ثباته نه شوه. خو د پوهنتون استاد قیس محمدي وویل، د تېر یو کال راهېسې د افغانیو بانکنوټونه په کافي اندازه زاړه او له کاره لوېدلي، دده په وینا که پیسې ژر چاپ نه شي، دا به بل ناورین وي:«نوي بانک نوټونه نشته، د افغانستان بانک نه شي کولای نوي بانک ټونه بازار ته وړاندې کړي، اوس د پخوا په پرتله زړې پیسې رانیسې او بیرته یې بازار ته وړاندې کوي.»

د رپوټونو له مخې، په پولنډ کې شاوخوا درې میلیارده نوي چاپ شوي بانک نوټونه د طالبانو پر حکومت د بندېزونه له امله د افغانستان بانک ته نه ورکول کیږي.

د ښاغلي محمدي په وینا دا موضوع به ترهغې دوام وکړي ترڅو چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه وي پېژندل شوی.

طالبانو خپل حکومت څنګه تمویل کړ؟

په افغانستان کې په دومره لوړه کچه اقتصادي بحران څخه وروسته یوه بنسټېزه پوښتنه دا هم ده چې طالبانو څنګه وکولای شول چې په تېر یو کال کې د خپل حکومت لګښتونه پوره کړي؟

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر لطیف نظر په دې اړه دویچه ویله ته وویل: »په تیر یو کال کې  د اسلامي امارت مصارف له ملي عوایدو تامین شوي، دې ته په پام چې اوسمهال شفایت شته، د افغانستان پر ګمرکونو او بندرونو هراړخیز نظارت موجود دی، له همدې امله د افغانستان ملي عواید هم ډېر شوي دي.»     

مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي وېل کېدل چې دا ډله خپل جنګي لګښتونه له نشه یي توکو او د دوی تر کنترول لاندې سیمو کې له کانی زېرمو تمویلوي؛ خو اوس طالبان وايي، د خپل حکومت لګښتونو لپاره له بندرونو او ګمرګونو سربیره بله ترټولو ستره سرچینه کانونه دي.

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهاني دویچه ویله ته وویل، په تېر یو کال کې د کاني زیرمو له استخراج څخه ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي:«په تېر کال کې مو د کاني زیرمو ۱۳ لوی قراردادونه ورکړي چې په دغو کې مهم یې تلک او نفرایټ کانونو دي او د عادي منرالونو څخه مو ۱۵۸ وړې پروژې په قراردادونو ورکړي چې له دغو څخه مو ۱۴ میلیارده افغانۍ او یوولس میلیونه ډالر عواید درلودل.» 

دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره ملي بودجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ اعلان کړې چې دا بودجه ۴۴ میلیارده افغانۍ کسر سره مخ ده. په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د افغانستان ۷۵ سلنه ملي بودجه له نړېوالو مرستو تموېلېده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت وايي، اوس اقتصادي وده ښه شوې، خو ددې ودې پروړاندې ترټولو ستر خنډ نړېوال تحریمونه په ځانګړي توګه په امریکا کې د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل دی.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل