1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

د طالبانو نوی امر؛ ویندویانې باید مخونه پټ کړي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

طالبانو په افغانستان کې رسنیو ته ویلي دي چې هغه ویندویانې یا خبریالانې چې د تلویزون پر پرده راڅرګندیږي، خپل مخونه هم باید پټ کړي. ځایي رسنیو دا تائید کړې ده چې د طالبانو له لوري دوی ته دغه امر شوی دی.

https://p.dw.com/p/4BXpR
Afghanistan Frauen TV ZAN Aufnahme im Studio
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/abaca/AA/H. Sabawoon

دغه امرچې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم وزارت له خوا په افغانستان کې  کورنیو رسنیو ته لیږل سوی دی، پکي لیکل سوي دي چی د تلویزونونو ټولې ښځینه کارکوونکي یا ویندویانې دي د ټلویزیون پر پرده د راڅرګندیدو پرمهال خپل مخونه پټ کړي.

په افغانستان کې شمشاد تلویزیون پر خپل ټویټر پاڼې لیکلې: «امر بالمعروف او نهې عن المنکر او همدارنګه اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د [شمشاد راډیو تلوېزیون] مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده چې تر دې وروسته دې ښځينه ویاندویانې په ښکاره مخ پر تلوېزیون نه را ښکاره کېږي او د خبرونو ویلو او نورو خپرونو پرمهال دې مخونه پټ کړي.»

طلوع تلویزیون بیا لیکلې دي طالبانو په یوه تازه دستور کې د موبي ګروپ ټولو شبکو څخه غوښتنه کړې ده چې له دې وروسته «ښځینه ویاندویانې د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي. د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو استازو موبي ګروپ ته د دې حکم د اعلان پر مهال دا دستور قطعي او غیرقابل بحث بللی دی.»

په کابل کې افغان خبریاله سمینه افغان چې اوسمهال په یوه تلویزیون کی ویانده ده دویچه ویله ته وویل چې طالبانو څو څو ځلې نور هم دوی ته ویلي ول چې د خبرونو پرمهال حجاب وکړي.

دغه خبریاله وایې چې دوی په کابل کې په رستورانتونو کې له ډوډۍ خوړولو هم منع سوي او د سفر پرمهال  هم دوی ته ستونزي جوړي سوې دي: «طالبانو له پرون راهیسې رسنیو ته په یوه مکتوب کې ویلي دي چي ټولې ویاندویانې دي ماسک وکاروي، خو داستونزمن حالت دی، که چیري ماسک وکړو مایک سم کارنه کوی، ګرمې ده او مخ خو په حجاب کې اسلام نه دی راوړی موږ له ډیرو ستونزو سره مخ یو خو دا د مجبوریت له مخې دنده ترسره کوو.»

د طالبانو د دې نوي اعلان وروسته په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان د تلویزونو د یو شمیر ښځینه خبریالانو عکسونه لاس په کیږي چې ماسکونه یې اغوستي دي.

په کابل کې د یوه نړیوال ټلویزیون د نشراتو مسؤل چې نه غواړي نوم یې خپور سې دویچه ویله ته د مرکې پر مهال وویل چې طالبانو له دوی څخه غوښتې وه ترڅو ښځینه کارکوونکې د کار پرمهال حجاب وکړي.

هغه وویل: «موږ طالبانو تیره ورځ وغوښتلو او لومړی ېې د حجاب غوښتنه کړي وه هغه ترسره سوه، خو پرون یې له رسنیو وغوښتل چې ښځینه کارکوونکې دي د خبرونو او خپرونو پرمهال خپل مخ په ماسک پټ کړي، نو نن اکثره رسنیو ښځینه ویاندویانو خپل مخ په ماسک پټ کړي وو.»

Afghanistan die Ängste junger Frauen
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د هغه په خبره د رسنیو د دفاع کمېټې تر ډیره له اوسنې حالته ډاریږي او هغوی په سمه توګه سره د رسنیو د کارکوونکو دفاع نه کوي او حتې یوه اعلامیه هم نه سې خپرولای. هغه په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د رسنیو د دفاع له پاره ور ودانګي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف صادق مهاجر، دویچه ویله ته وویل چي دوی په ټول هیواد کې د حجاب فرمان دوې اونۍ وړاندي صادر کړی وو، خو له تیرو دوو اونیو راهیسې يې د رسنیو کارکوونکو ته څه نه وو ویلي. هغه وويل رسنیو ته يې تیره ورځ بیا ځلې سپارښتنه کړي ترڅو ښځینه کارکوونکې یې د ټلویزیون پرمخ د راڅرګندیدو پرمهال خپل مخ په ماسک پټ کړي.

هغه زياته کړه: «موږ ته د یوشمیر هیوادوالو له لوري وویل سول که چیري د رسنیو کارکوونکې خپل مخ په ماسک پټ کړي نو دا به د حجاب مراعاتولو له پاره یوه ښه لاره وي او ټول خلک به له دوی څخه د یوه الګو په توګه استفاده وکړي.»

د طالبانو دغه اقدام ته تر اوسه پوري نړيوالي ټولني غبرګون نه دی ښوولی، خو د ښځو په اړه تيرو پريکړو ته يې په غبرګون کي تل خپلي مرستي په افغانستان کي ښځو ته په حق ورکولو پوري مشروطي کړي دي.

يوه اونۍ وړاندي د جي ۷ غونډي د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کي د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو باندي هغه مخ پر زیاتیدونکي ډول محدودیتونه محکوم کړل چي له مخي یې هغوی له ټولني څخه حذف کیږي.

د نوموړي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ويلي ول: «طالبان باید عاجل گامونه پورته کړي، څو د ښځو او نجونو له پاره دغه محدودیتونه لیري کړي، د هغوی بشري حقونو ته پاملرنه وکړي او د افغان ښځو او نجونو او همدارنگه نړیوالي ټولني انتظارات پوره کړي، ښځو ته په ټولنه کي د کار، زده کړو، په عام محضر کي د ژوند کولو او بیان د آزادۍ غیر محدود، مساوي او ریښتینی حق ورکړل سي. دا به د افغانستان په ثبات، پرمختگ او امنیت کي د ډیر وخت له پاره پریکړنده نقش ولوبوي.»