1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو په کمين کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

د فراه د ولایتي شورا د غړو په خبره د دغه ولايت يوې ولسوالۍ ته پر لار د وسله والو طالبانو په کمين کې ۱۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/38tXY
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Khan

د فراه د ولایتي شورا غړو داد الله قانع او شاه محمود نعیمي ویلي دي، له مرکز څخه د لاش و جوین، ولسوالۍ پر لور روان د پوليسو کاروان د وسله والو طالبانو پر کمين برابر شوی او سخته مرگ ژوبله پکښې رامنځ ته شوې ده.

د ولايتي شورا يوه بل غړي گل احمد فقيري بيا ويلي دي چې په دې بريد کې چې د يکشنبې په ورځ مازيگر شوی دی ۲۲ امنيتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري هم پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې په تخت تيوس سيمه کې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پوليسو کاروان د وسله والو طالبانو پر کمين برابر شو. هغه ويلي دي چې طالبانو مخکي له مخکي کمين نيولی وو. هغه زياته کړې ده چې پوليسو او طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو دقيق شمېر يې ياد نه کړ.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یوازې په نوامبر میاشت کې په دغه ولایت کې د خونړیو بریدونو له کبله تر سلو زیات امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.