1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت په اروپايي ټولنه کې عوامپال قوي کړي

۱۳۹۷ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د اروپايي ټولنې په ډيرو هيوادونو کې عوامپال گوندونه د مهاجرت د نه حل شويو ستونزو څخه گټه پورته کوي. د کډوالو په بحران کې يوه شريک اروپايي حل ته رسيدل سخت دي. تمايل د هر هيواد د ملي حکومت له خوا په يوازې سر د پريکړو دی.

https://p.dw.com/p/2zvcY
Symboldbild Rechtsruck in Österreich
انځور: DW/B. Riegert

په بروکسل کې، چيرته چې د اروپايي ټولنې بيلا بيل اورگانونه له کالو راهيسې مهاجرو ته د پناه د ورکړې او د دوی د دويش يوه اروپايي حل ته د رسيدو هڅه کوي، سړی ډير ژر د مهاجرت پر اغيزو پوهيږي. د بيلجيم د پناه غوښتنې اداره  د اروپايي ټولنې له مقر سره يوازې د يو څو کيلومترو په واټن کې پرته ده. دغلته تل هغه مهاجرو کتارونه جوړ کړي وي چې د پناه غوښتنه کوي او يا غواړي څومره چې ژر ممکن وي د فرانسې او برېتانيا پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي. 

ډيري افريقايي مهاجر چې د مهاجرت ادارې سره په نزدې پراته د اورګاډو په تمځای او يا ورسره څيرمه په ماکسيميليان پارک کې شپې تيروي، وايي چې دوی له اېتالیې څخه په بسونو او يا ريلونو کې د اتريش، آلمان يا فرانسې له لارې دلته رارسيدلي دي. دا کار د دوبلين د ټولو مقرراتو سره په ټکر کې دی. په اصل کې دوی د اروپايي ټولنې د مقرراتو په اساس په اېتاليا کې د پناه غوښتنه کړی وای. خو دا سیستم چې اروپايي ټولنه یې تر اوسه بې نتيجې د اصلاح کولو هڅه کوي، په سمه توگه کار نه کوي.

پر دې د بيلجيم د کورنيو چارو وزير ژان ژامبون، چې د ملي محافظه پال گوند «N- VA » سره تړاو لري، لا د وخته پوه شوی دی. دی غواړي په بيلجيم کې په غير قانوني توگه د ميشتو مهاجرو سره سخت چلن وکړي. په می مياشت کې په همدې ترڅ کې يوه بده پيښه رامځته شوه. کله چې بيلجيمي پوليسو د عراق د غير قانوني مهاجرو پر يوه موټر ډزې وکړې، يوه دوه کلنه ماشومه هم پکښې ووژل شوه. د ۲۰۱۴م کال په ټاکنو کې «N- VA »  چې سړی یې پاپولستي گوند بللای شي، ډيرې زياتې رای ترلاسه کړې او په لومړي ځل د يوه ائتلافي حکومت برخه وگرځيد.

په اروپايي هيوادونو کې مهاجرت منتقد گوندونه

بيلجيم د اروپا تمايل يا رحجان منعکسوي. د «کډوالو يا مهاجرت بحران» په ډيرو هيوادونو کې د دې باعث شو چې ډير ښي اړخه پاپولستي یا عوامپاله اپوزيسيون گوندونه رامنځته شول، لکه په فرانسې، بيلجيم، هالند، دنمارک، سويدن او يا آلمان کې یې چې وينو. د اروپايي ټولنې په يو لړ هيوادونو کې آن دغه گوندونو په يوازې سر حکومتونه جوړ کړي دي لکه په پولند، هنگري، چيک جمهوريت او په دې وروستيو کې په اېتاليا کي. په بروکسل کې د کارنيج موسسې د اروپا د چارو کارپوه شټيفان ليهنه، له پاره روښانه ده چې د مهاجرو بحران د پاپولستي گوندونو د کار طرحه ده. هغه زياتوي: «دوی داسې يوه موضوع موندلې چې د خلکو د پارونې له پاره ډيره اغيزمنه ده، تضادونه رامنځته کوي او دوی د دې موضوع شا هيڅ نه پريږدي.»

په آلمان کې د ښي اړخه عوامپالو د گوندي جناح مشر اليکساندر گاولند، د ۲۰۱۵م کال د مهاجرو څپه د خپل گوند له پاره يوه تحفه وبلله. نوموړی او د آلمان له پاره بديل گوند یې په هماغه وخت کې ډير مشهور شول. دا د آلمان په پارلمان کې تر ټولو ستر مخالف يا اپوزیسيون گوند دی او د نظر پوښتنو په حواله د آلمان په ځينو ختيځو سيمو کې لومړی مقام لري.

Belgien Brüssel Flüchtlingslager
په بروکسل کې د مهاجرو موقتي کمپانځور: DW/B. Riegert

«اروپا د پاڼ په سر»

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کميسيون مرستيال مشر فرانس تيمرمنز، انديښنه لري چې قوي عوامپال گوندونه او د مهاجرو نه حل شوې ستونزې نه يوازې په آلمان کې د حکومتي بحران سبب کيږي، بلکې د اروپايي اتحادیې يووالي ته هم زيان رسوي. هغه تيره اوونۍ په بروکسل کې د اروپا پارلمان ته د وينا پر وخت وويل: «که سړی دې تیرو کالونو ته وگوري نو پوهيږي چې د مهاجرو موضوع هغه څه دي چې اروپا یې د کمر سر ته رسولې ده. مهاجرت په هر غړي هيواد کې، بې تفاوته ده چې کوم يو دی، مهم نقش لري. د عمل وړ يو هر اړخيز حل يوازې په اروپايي کچه رامنځته کيدلای شي.»

خو د بروکسل د کارنيج موسسې د اروپايي چارو کارپوه شتيفان ليهنه، په دې آند دی چې د اروپايي اتحاديې د غړيو هيوادو د ښي اړخو پاپولستي افکارو اغيزمن حکومتونه نور په دې نظر نه دي. هغه وويل چې پر دې ستونزه نه برلاسي کيدل هغه څه دي چې اروپايي هيوادونه یې بيرته د ملي کيدو په لور روان کړي دي. همدا ده چې په بيا بيا يوازې په ملي کچه په اقداماتو لاس پورې کيږي. د مثال په توگه د سرحدونو کنترول، د کټارو جوړول او يا د مهاجرو حد العقل حد ټاکل. د نوموړي په خبره په دې برخه کې په اروپايي کچه پرمختگ په داسې يوه سياسي فضا کې ډير ستونزمن شوي دی.

يوه پخوانۍ ستونزه؟

د ۲۰۱۵م کال راهيسې يونان، اېتالیې او همدا راز آلمان ته د رسيدونکو مهاجرو شمير ډير ټيټ شوی دی. معنا دا چې د مهاجرت سياست هم تغير کړی دی خو سره له دې هم ښي اړخه عوامپاله گوندونه داسې ظاهروي چې په سرحدونو مو مهاجر راننوتل. د دې وجه څه ده؟ شتيفان ليهنه یې په هلکه وايي: « د ۲۰۱۵م کال د شوک او حيرانتيا سياسي اغيز به ظاهراً يو څه موده دوام پيدا کړي. دا ښايي مياشتې او کالونه ونيسي. هغه بې يقيني چې د دې وجې رامنځته شوې ده او د ځينو ډلو له خوا په خپله  گټه کارول کيږي، هغه به دوام پيدا کړي.»

خو هغه پوښتنې چې پر سر یې په آلمان کې لانجه کيږي، ځوابونه یې قسماً موندل شوي دي. اووه هيوادونو چې آلمان او بيلجيم هم پکښې شامل دي، په ځينو ځايونو کې پر سرحد کنترول پيل کړی دی. د فرانسې او اېتالیې پر پوله، همدا راز د بيلجيم او فرانسې او د آلمان او اتريش پر سرحدونو د مهاجرو بيرته ستنول او ليږدول هم لا د ډير وخت راهيسې روان دي. 

Bernd Riegert (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: