1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د فراهيانو ژوند ناامنيو سخت تریخ کړی»

۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

په فراه کي نه يوازي نژدې هره ورځ د وسله والو طالبانو يرغلونو، بلکي د ښوونځیو سوځولو، پر لويو لارو د موټرو پلټل او په ښار کې د غلاوو او ترور پيښو خلک سخت اندیښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/3GtNG
Afghanistan Alltag in Herat nach dem Taliban Angriff
انځور: DW/H. Hashimi

د فراه ولايت اوسېدونکي وايي چي وروستيو ناامنيو، سړي تښتونو، غلاوو او وسله والو بريدونو داسي ځپلي دي چې د يوې گولې ډوډۍ پيدا کولو جرئت يې ترې اخيستی دی.

يوازي په تيرو څو ورځو کي د دغه ولايت په مرکز کي د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوزول شوي او عاملين يې معلوم نه دي.

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي چې د دغه ولايت پر لويه لار تر ډیره مخالفین کنترول لري او د دې لاري په اوږدو کي د پولیسو زیاتي پوستي ټولي شوي، ځکه په خبره يې د جګړو تاب نشې راوړلای.

په فراه کې جګړه اوس دومره پیچلې شوې چې حکومتي مسئولین وايي هلته ځيني مخالفي ډلي حتی جگړه زيات وخت توده ساتلای شي.

په غرب زون کې د فراه د ملي اردو د دویمې لیوا قومندان ذکریا میرزا زاده واېې چې په فراه کې طالبان پراخ امکانات لري او د ګاونډیو هیوادونو له خواه یې ملاتړ کیږي او د جگړې میدان ګرم ساتي: هغه دويچه ويله ته وويل: «په فراه کې طالبان پر بیلابیلو ډلو ویشل کیږې ځيني یې سولي ته ژمن دي، خو یو شمیر یې د جګړو داوم غواړې خو موږ هم سولې ته ژمن یوو او هم جګړه کوو، خو ټینګار مو پر سوله دی.»

د افغانستان په لوېديځ زون کې نه یوازي فراه بلکي په بادغیس او غور ولایتونو کې هم د طالبانو د الفتح په نوم پوځي عملیاتو له پیلیدو سره نښتي لا ډيري او پراخي شوي دي.

عتيق الله مطمئن