1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر امیر په برلین کي

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

د خلیج په هیوادونو کي دیپلوماتیک کړکیچ دوام لري. د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، له برلین څخه د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني، د لیدنې پر مهال وویل چی یوازې د مقابلو اړخونو ترمنځ خبرې اترې کولای سي دغه کړکیچ پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/2k6a2
Berlin Merkel empfängt Emir von Katar
انځور: Getty Images/Sean Gallup

په برلین کي د صدراعظمې انګلا میرکل او د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني، د خبرو اجنډا د گاونډي هیوادونو پر دوامداره محاصرې باندي راڅرخیده. میرکل تر رسمي خبرو وروسته وویل، په دې هکله اندیښنه ده چې د کړکیچ د شروع کیدو څخه تر ۱۰۰ ورځو وروسته هم د هغه حل هیڅ نه تر سترگو کیږي.

د سږ عیسوي کال د جون میاشتې پر ۵مه نیټه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین له قطر سره دیپلوماتیک مناسبات قطع کړل ځکه چي هغوی د خلیج دغه هیواد د اسلامي ترهگرو ډلو په ملاتړ تورونوي چې په کي د مصر د اخوان المسلمين او ایران له خوا ملاتړ کیدونکې ډلې هم شاملې دي.

پر دې سربیره هغوی له قطر سره ټولي ترانسپورتي لاري قطع کړي او دغه هیواد یې له هغه پوځي ایتلاف څخه ایستلی دی چی په یمن کي د حوثي شیعه یاغیانو پر ضد جنگیږي. له هغه وروسته کویټ او د امريکا متحده ايالات د خلیج په هیوادونو کي منځگړیتوب کوي. خو د دوهې حکومت د همسایه هیوادو دغه تورونه تل رد کړي دي. دوهه گومان کوي چي د قطر پر ضد هدفمند کمپاین روان دی چی متحده عربي اماراتو د غلط خبر په نشرولو سره پیل شوی دی. دغه خبر د هکرانو یا انترنتي غلو له خوا د قطر د دولتي خبري آژانس په انټرنټي پاڼه کي خپور سوی وو.

المان طرف نه دی خو غواړي د کړکیچ په حل کي نقش ولوبوي 

میرکل وویل چې امیر ورته ډاډ ورکړی دی چي قطر هم غواړي له خپل طرفه داسي اقدامات تر سره کړي چي له نړیوالې اسلامي ترهگرۍ سره مبازه وسي.

میرکل هم ورته وړاندیز وکړ چي ټوله مقابل اړخونه دي ژر تر ژره پر یوه میز سره کښيني. میرکل وویل چې آلمان په دغه کړکیچ کي یو اړخ نه دی خو غواړي د هغه په حلولو کي نقش ولوبوي چی ټول اړخونه خپل حیثیت او اعتبار وساتلای سي.

 صدراعظمي زیاته کړه چي دا کار یوازي د مستقیمو خبرو له لاري ممکن دی او حتمی نه ده چې هغه سمدلاسه په رسنیو کي نشر سي. الثاني چي د ملگرو ملتونو د عمومي غونډه کي تر گډون وروسته یې په برلین کی توقف وکړ د خپل طرفه ډاډ ورکړ چي غواړي د خلیج هیوادونو سره پر یوه میز باندي کښیني.

په همدې حال کی میرکل هغه گمانونه رد کړل چي گواکي آلمان کولای سي د دغه کوچني خو ځواکمن هیواد طرف ونیسي او زیاته یې کړه چي د آلمان حکومت نه یوازي د قطر بلکه د سعودي عربستان او متحده عربي امالات سره هم په دوامداره خبرو بوخت دی. د آلمان او قطر تر منځ ډیر نزدې اقتصادي اړیکې موجود دي. قطر د دویچه بانک او فولکس واگون موټر جوړولو شرکت سهم لرونکی دی.

قطر ته د وسلو پر لیږد نیوکي

پرسږ کال آلماني شرکتونو د ۲،۵ ملیارډو یورو په ارزښت مالونه قطر ته صادر کړل، چي په کي پوځي تجهیزات هم شامل ول. خو پر دې کار باندي د آلمان کیڼ اړخي گوند انتقاد کوي. د چپيانو د خارجي سیاست مسوله سېویم داگدیلن،  وایي، د دې پر ځای چي «قطر ونازول سي»، جرمني باید ورسره پر خپلو اړیکو باندي له سره غور وکړي او د نظامي تجهیزاتو خرڅلاو ورباندي بند کړي.

دغه سیاستواله ټینګار کوي چې په په مصر کې د اخوان المسلمين او په منځني ختیځ کی د اسلامي ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن هیواد ته باید د آلمان حکومت وسلې و نه پلوري.