1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر غونډه: د طالبانو په ډله کې میرمنې هم ګډون لري

۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په روانه میاشت کې په دوحه کې د سولې په هکله په جوړیدونکې غونډه کې به د لومړي ځل له پاره د طالبانو په پلاوي کې میرمنې هم برخه ولري. دغه غونډه د اپریل میاشتي پر۱۹پیلیږي.

https://p.dw.com/p/3GrDJ
Katar Taliban Büro in Doha
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

طالبان چي د میرمنو د حقونو په برخه کې شدید محافظه پال دي، دغه اقدام يې په اصل کې د سولې په پروسه کې میرمنو ته د ونډې ورکولو په برخه کې غوښتنو ته مثبت ځواب ښکاري.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د روان کال د اپریل میاشتې له ۱۹ نه تر ۲۱ نیټې پورې د طالبانو او د بانفوذه افغانانو څخه جوړ د پلاوي ترمنځ په دغه غونډه کې به د اپوزیسیون سیاستوال او همداراز د مدني ټولنې فعالان هم برخه ولري.

دغه غونډه د مسکو تر غونډې وروسته د خپل ډول دوهمه غونډه ده. د روان کال په فيبروري میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډيرو سیاسي او ګوندي څیرو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو له استازو سره غونډه او ملاقات لرل.

Russland | Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politikern
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویترز خبري آژانس ته په دې هکله په تلیفون کې وویل: «د دوحې په ملاقات کې به د طالبانو په پلاوي کې میرمنې هم حضور ولري.» مجاهد که څه هم د دغو میرمنو د نومونو په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې یادې میرمنې د طالبانو د جګپوړي پلاوي له غړو سره کورنۍ اړیکې نه لري او دا چې دوی د افغانستان له داخل او دباندي څخه عادي افغان میرمنې دي.

د مجاهد په خبره دغه میرمنې د طالبانو د تحریک د هڅو برخه او ملاتړي دي.

سربیره پر دې د طالبانو ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې یادې میرمنې به د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو او سیاسي استازو سره په خبرو کې ګډون وکړي او له امریکايي چارواکو سره به په خبرو کې برخه ونه لري.

طالبان لا هم له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې ردوي، خو افغان حکومت بیا تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي.

طالبان د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی حکومت گڼي چې وايي «د امریکا له لوري کنتروليږي».

Reuters-KH.NZ