1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا لسو ورځو جنګونو ۱۲۱ تنه ووژل

۱۳۹۸ فروردین ۲۵, یکشنبه

له هغه وخت راهيسې چې خليفه حفتر پر طرابلس باندې تهاجمي بريدونه پيل کړي، دغه ښار ته څېرمه جنګونو ۱۲۱ تنه وژلي او ۵۶۱ نور ټپيان کړي دي. دغه خبره د روغتيا نړيوال سازمان کړې ده.

https://p.dw.com/p/3GkZh
Libyen Zusammenstößen zwischen Haftars Streitkräften und den GNA-Streitkräften
انځور: picture-alliance/AA/H. Turkia

د ليبيا له پاره د روغتيا د نړيوال سازمان د تويتري حساب په حواله دغه سازمان طرابلس ته طبي مرستې او بېلابېل توکي لېږي چې ورسره سم يې «پر روغتيايي کارکوونکو او د هغوی پر موټرو د تکراري بريدونو» غندنه کړې ده. د حفتر ځواکونه چې د ليبيا د ختيځ لويې برخې کنترولوي، هغو نړيوالو غږونو ته غاړه نه ږدي چې له مخې يې بايد د حکومت پر ضد جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. د ليبيا د يووالي حکومت تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت پېژندل کيږي. 

Libyen Wadi Rabie Kämpfe bei Tripolis
د طرابلس په شاوخوا د جنګونو يوه څنډهانځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د سيسي او حفتر ليدنه

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر ويلي دي چې څه باندې ۱۳۵۰۰ تنه د ليبيا د دغو نښتو له کبله بې ځايه شوي دي، په داسې حال کې چې څه باندې ۹۰۰ تنه په موقتي استوګنځايونو کې ژوند ته اړ ايستل شوي دي. په دې ترڅ کې خبر ورکول کيږي چې د مصر ولسمشر سيسي له حفتر سره په قاهره کې وليدل څو د ليبيا د وروستيو تحولاتو په هکله ورسره خبرې وکړي. د دغې غونډې په هکله نور جزيات نه دي ورکول شوي.