1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مادورو مخالفين ځانونه د بریا په درشل کې بولي

۱۳۹۷ بهمن ۱۴, یکشنبه

ګوایدو چې ځان د ونزیویلا ولسمشر بولي له خپلو پلویانو غوښتي دي چې آزادۍ ته تر رسیدو پورې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. یو شمیر اروپایې هیوادونه اراده لري چې د یکشنبې په ورځ ګوایدو د ونزیویلا د ولسمشر په توګه په رسمیت ؤپیژني.

https://p.dw.com/p/3CdTe
Venezuela Caracas Rede Nicolas Maduro
انځور: Reuters/M. Quintero

د ونزيویلا ولسمشر نیکولاس مادورو یوازې همدا نن د یکشنبې ورځ وخت لري چې آزاد او عادلانه انتخابات اعلان کړي، په غیر د هغې به آلمان، فرانسه، هسپانیا، پرتګال، لویه بریتانیا، هالنډ او بلجیم د هغه رقيب او د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو د ونزيویلا د یوه قانوني مؤقت ولسمشر په توګه په رسميت ؤپيژني.

د ونزیويلا ولسمشر نیکولاس مادورو د خپلو پلویانو په موجودیت کې ژمنه وکړه چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به تر وخت مخکې انتخابات ترسره کړي.

خو دغه پریکړه د مادورو د مخالفينو او اروپایي اتحادیي له غوښتنې سره همغږي نه لري، ځکه دوی د جمهوري ریاست د بیړنیو انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

د آلمان په ګډون یو شمیر اروپایې هیوادونو د یکشنبې (د فبرورۍ میاشتې ۳) تر ورځې پورې مادورو ته مهلت ورکړی دی چې هر څومره ژر چې ممکن وي ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي، که نه نو خوان ګوایدو به د دغه هیواد د موقت ولسمشر په توګه په رسميت ؤپيژني.

د ونزويلا حکومت دا کار د خپل هیواد په داخلي چارو کې یوه نه توجيه کیدونکې مداخله بللې ده.

د شنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۲ نیټه) هم مادورو او هم مخالفينو یې خلک مظاهرو ته وربللي ول او په ډیر لوړ شمیر کې خلک د ونزویلا په پلازمېنه کاراکاس او نورو ښارونو کې سړکونو ته را وتلي ول.

ګوایدو په خپله وینا کې اعلان وکړ چې د فبرورۍ میاشت به د ونزویلا له پاره ټاکونکي وي. هغه خلک چې د ده په بلنه راټول شوي ول شعارونه یې ورکول: آزادي. آزادي. آزادي. دوی د مادورو په مقابل کې ډیر ژر بریاليتوب ته هیله مند دي.

د شنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې په ۲) اعلان وشو چې د ونزیلا د پوځ یو لوړ پوړی چارواکی د حکومت له مخالف لوري سره یوځای شوی دی. د دغه هیواد د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال فرانسیسکو یانس، په انټرنټ کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له خوان ګوایدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. نوموړي په خپل دې ویډیویي پيغام کې د مادورو پر دیکتاتوري نظام د انتقاد تر څنګ ډاډ ورکړ چې «نوي سلنه د وسله والو ځواکونو د دیکتاتور نه، بلکې د ولس ملاتړ کوي.»

مخکې تر دې یو شمیر نظاميانو له ګوایدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو. همدا د مادورو د حکومت تر ټولو لویه انديښنه ده، ځکه حکومت په عمده ډول د پوځ پر ملاتړ اتکا کوي او پایښت یې کړی دی.

نیکولاس مادورو، د حکومت مخالف ځواکونه او امریکا متحده ایالات په ونزیویلا کې د خونړۍ کودتا د نقشې پر پلانولو تورن کړل.

په ونزيویلا کې تورم یا د پيسو پړسوب او د توکو بیې په بې سارې توګه لوړ شوي دي. د دې هیواد ډیر شمیر خلک د لوږې او قحطۍ له امله ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړي.

مادورو چې د شنبې په ورځ  یې د «ونزيويلا د سوسیالیستي انقلاب» د ۲۵ مې کلیزې په مناسبت خپل پلویان مظاهرو ته وربللي ول، یو وار بیا خپل هیواد ته د بهرنیو مرستو له راتګ سره مخالفت ښکاره کړ. نوموړي زیاته کړه: «موږ هیڅکله سوالګر نه وو او په راتلونکي کې به هم سوال ونه کړو.»