1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه
https://p.dw.com/p/2ymw5

د سېف دي چلدرن په نوم د ماشومانو د ملاتړ سازمان د ماشومانو د ښېګنې او حقونو پر اساس د ۱۷۵ هيوادونو يو ليسټ چمتو کړی دی. په دغه ليسټ کي هيوادونو ته تر ۱۰۰۰ پوري نمرې ورکول سوي. هغه هيوادونه چي تر ټولو کمي نمرې يې اخيستي پکښي د ماشومانو وضعيت تر ټولو بد دی. په دغه راپور کي سنګاپور، سلووېنيا، ناروې، سوېډن او فنلند د ماشومانو له پاره تر ټولو ښه لومړي ۵ هيوادونه بلل سوي دي. افغانستان له ۱۷۵ هيوادونو څخه ۱۶۰ ځای لري، چي په دې توګه نو د ماشومانو له پاره يو له بدترينو هيوادونو څخه ارزول سوی دی. پاکستان ۱۴۹ ځای نيولی او په دې توګه تر افغانستان ۱۱ مقامه بهتره دی.