1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ماشومانو په خوړو کې د خوږو په هکله خبرداری

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د ماشومانو په خوړو کې د بورې او نورو خوږو په هکله خبردار ورکړی دی. دغه سازمان سپارښتنه کوي چې نوي زیږیدلي ماشومان باید تر شپږو میاشتو پورې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي.

https://p.dw.com/p/3M8CD
Babynahrung
انځور: Colourbox

د روغتیا نړیوال سازمان د هغو خوراکي موادو په هکله چې بوره او شکره ولري خبرداری ورکړی دی او په ځانګړې توګه یې د ماشومانو له پاره زیانمن بللي دي.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې ژر په بوره لرونکو خوړو باندې عادت کول، د ماشوم د ژوندانه په راتلونکو کلونو کې د وزن د زیاتیدو او د غاښونو د خرابیدو خطر زیاتولی شي.

په یوه څیړنه کې چې کابو پر۸۰۰۰ خوراکي اقلامو شوې ده دا پکې مشخصه شوې ده چې د دغو تولیداتو په نیمایي برخه کې۳۰ سلنه کالري له بورې څخه ترلاسه شوې ده.

د ویانا، صوفیه، بوداپست او حیفا په شان ښارونو کې د ۵۰۰ پلورنځیو خوراکي توکي په دغه څیړنه کې ارزول شوي دي.

تر شپږو میاشتو یوازې د مور شیدې

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې نوي زیږیدلي ماشومان باید تر شپږ میاشتو پورې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي.

دغې سپارښتنې ته په اشارې سره د یاد سازمان د اروپا دفتر ویلي دي چې د نویو زیږیدلو ماشومانو له پاره د دغو خوړو د مناسبتیا له پاره چې کوم توضیحات پر دغو موادو سریښ وي، ګمراه کوونکي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره هغه خوږې نوشابې او همداشان د میوو د اوبو پر بسته بندیو په څرګند ډول ولیکل شي: دغه خواړه تر درو کلونو کښته ماشومانو له پاره مناسب نه دي.

زموږ له آرشیف څخه: