1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ماينې او مېړه ترمنځ تاوتريخوالی د ناروغۍ سبب کيږي

۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د ژوند تيرولو طرز، غذايي رژيم او ورزش د انسان پر روغتيا اغیز کوي خو په ورځني ژوند کې د ښځي او خاوند ترمنځ له دښمنۍ او تاوتريخوالي ډکې اړیکې هم کولمو ته زيان رسوي دا او د روغتيا په تړاو څو نور خبرونه دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/34FmR
Symbolbild - Beziehungsstreit
انځور: Colourbox/A. Gravante

د «Leaky Gut » لفظي معنا ده «نفوذ پذیري یا سورۍ کولمې» یعني د کولمو په ديوالونو کې ډير کوچني سوري پيدا کيږي. کله چې کولمې سورۍ شي نو باکترياوې او نور زهرجن مواد په ډيره آسانۍ سره وينې ته داخليږي او په بدن کې د التهاب او يا نورو ناروغيو د رامنځته کيدو باعث کیږي.

څیړونکو له مېړه او ماينې څخه وپوښتل چې دوی پر کومو خبرو تر ټولو زيات جنجال کوي؟ ځواب یې دا وو چې پر پېسو او د خسرگنۍ (خواښې او خسر) پر سر. تر دې وروسته دغه جوړې ۲۰ دقيقې پر دغه موضوعاتو د خبرو په موخه يوازې پريښوول شول.

هغه کسان چې د خپل مېړه يا ماينې پر وړاندې یې ډيره غوسه او دښمنۍ ښووله، په « Leaky Gut Syndrome» د اخته کيدو خطر یې ډیر زيات وو او په وينه کې یې د التهاب زياتې نخښې درلودلې. دا څيړنې ښيي چې د ښځې او خاوند ترمنځ خفگان او د اړيکو تريخوالی د ناروغتيا سبب گرځي.

موږ ولي له موسيقۍ سره ناڅو؟

موسيقي د نړۍ د کابو ټولو کلتورونو برخه ده او کله چې موزيک غږيږي نو سړی غواړي ورسره وناڅي. خو په موسيقۍ کې کوم داسې راښوونکو ځواک دی چې موږ د خلکو په مخکې پاڅيدو او ځان ښورولو ته اړ کوي؟

Symbolbild - Tanzen
انځور: Colourbox/Pressmaster

په استرليا کې څيړونکو په دې اړه څيړنې کړي چې زموږ مغز د ميوزيک د ټيټې فريکونسۍ لرونکو غږونو يعني د سندرو په مقابل کې څرنگه غبرگون ښيي. په داسې حال کې چې په تجربه کې شاملو کسانو د لوړ او ټيټ فريکونسۍ لرونکي ميوسيقۍ ته غوږ نيولی وو، څيړونکو یې د مغز فعاليت د Electeroencephalogramm په وسيله چې د مغز د موجونو د درجولو آله ده، څاره.

داسې ښکاريده چې په تجربه کې د برخه لرونکو کسانو مغز ځان د موسيقۍ د باس غرونو سره عیار کړی وي. يعني څومره چې په يوه سندره کې باس غږونه يعني چې فريکونسي یې ټيټه وه، زيات ول، خلک زيات رقص او نڅا ته تشويقيدل.

ورزش تر خوړو مخکې او که وروسته بايد وشي؟

د سپورت يا ورزش تر مخه د سهار چای يا ناشته کول د هاضمې له سسټم سره مرسته کوي او آن مرسته کوی چې سړی د سپورت پر وخت زياتې کالوري وسوځوي. دا په برېتانيا کې د يوې تر سره شوي څيړني پایلې دي.

په تجربه کې شاملو کسانو د سهار تر ناشتې وروسته يو ساعت سپورت بايد کړی وای. څيړونکو تر دې وروسته د دوی په وینه کې د شکري کچه او دا چې څومره نشاسته استعمال شوې، اندازه کړل.

هغوی دې نتیجې ته ورسيدل چې د ورزش او سپورت تر مخه څه خوړل په نهاره د سپورت کولو څخه ښه دي. يعني سپورت بايد تر خوړو وروسته وشي. په دې توگه زياتې کالوري سوځي او بدن زيات کاربوهاييدريتس یا نشاسته په کار اچوي. د وينې شکره آن بيا د غرمې تر ډوډۍ وروسته هم ټيټه وي.

زموږ له آرشيف څخه: