1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مرکل حکومت له افغانستان څخه د تخلیې پروسه ځنډولې»

۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبه

یوې المانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د انګلا میرکل حکومت له افغانستان څخه د سیمه‌يیزو همکارانو د ویستلو پروسه په سیستماتیک ډول وځنډوله. نیوکه کوونکي المان تورنوي، چې تر خطر لاندې ډېر کسان یې افغانستان کې پریښي دي.

https://p.dw.com/p/4armO
Deutschland Berlin | Virtueller G20-Sondergipfel | Angela Merkel
انځور: Michele Tantussi/Pool Photo/AP/picture alliance

کی این ای خبري اژانس د المانۍ «دي سایټ» ورځپاڼې په حواله خبر ورکړی، چې د المان حکومت د محرمو اسنادو له ارشیف تر لاسه شوي مالومات ښيي، چې د انګلا میرکل په مشرۍ لوی حاکم ائتلاف افغانستان ته د طالبانو له بیرته ورګرځېدو خبر و او افغانستان کې د المان د سیمه‌ییز همکارانو ویستل یې په سیستماتیک ډول ځنډولي وو.

دې المانۍ ورځپاڼې د پنجشنبې پر ورځ د المان د فدرالي حکومت د پټو اسنادو د ارشیف په حواله رپوټ ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د «سیمه‌يیزو کارکوونکو د وتلو له پاره د اسانتیا وړ پروسې» څو برخې داسې حال کې ځنډولي، چې د المان دفاع او د پراختیایي همکاریو وزارتونو «د عمل اړتیا» اعلان کړې وه.

د دغې ورځپاڼې په وینا، لومړي پړاو کې دغه اقدام د حکومت دننه د ټاکنیزو کمپایني ملاحظاتو له امله وځنډول شو او د هغو انسانانو ژوند یې له خطر سره مخ کړ، چې ګواښل شوي وو. پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي واکمنېدو په درشل کې المان ټاکنیزو منډو ترړو کې ښکېل و، چې پایله کې یې اولاف شولڅ د المان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

له افغانستانه د المان د پوځ راستنېدل
له افغانستانه د المان د پوځ راستنېدلانځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

زیاته شوي چې ځینې هغه اسناد چې دې ورځپاڼې ته رسېدلي د «پټو اسنادو» په توګه طبقه بندي شوي. دا اسناد دا ښيي، چې د انګلا میرکل په مشرۍ د آلمان د هغه مهال حکومتي لوی ائتلاف د طالب اسلامپالو له ژر په واک راتلو خبر و.

د دې ورځپاڼې د څېړڼو له مخې، د تخلیې له پروسې یوولس ورځې مخکې د نظامیانو له لوري یو ناپېژانده لیک د المان فدرال دولت ته استول شوی او د کابل د سقوط خبرداری پکې ورکړل شوی و او پکې ویل شوي وو، چې د نظامیانو تخلیه اړینه ده.

افغانستان کې د المان یو له وروستیو جنرالانو تورستین پشواتا خپل وروستي راپور کې وړاندویېنه کړې وه، چې افغان دولت به د جون په میاشت کې سقوط کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي ولکې وروسته ډېرو هغو خلکو په خطر کې ژوند کاوه، چې د المان له دفاع وزارت سره یې همکاري کړې وه. له همدې امله د المان فدرالي حکومت پرېکړه وکړه، چې خپل افغان سیمه‌ييز کارکوونکي ومني.

تر دې دمه له شلو زرو ډېر افغانان له بېلابېلو لارو له افغانستانه المان ته لېږدول شوي دي. همدې حال کې نیوکه کوونکي المان تورنوي، چې ډېر کم افغانان مني، په داسې حال کې چې ډېر شمېر یې له خطر سره مخ دي، نو ځکه یې د منلو پروسه سخته کړې ده.