1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو د غونډې اصلي ګټونکې او بایلونکي څوک دي؟

مسعود جهش
۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه

طالبان، روسیه او پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د مسکو له رواني غونډې تر نورو ډیره ګټه اخيستلای شي، خو ولسمشر غني او امریکا متحده ایالات بیا کیدای شي چې د غونډې په پایله کې د سولې په بهیر کې څنډي ته شي.

https://p.dw.com/p/3Cp3t
Russland Moskau | Treffen von Politikern aus Afghanistan mit Taliban-Vertretern
انځور: picture-alliance/dpa/S. Fadeichev

د مسکو د سه شنبې غونډې د ګډونوالو له ډلې څخه تر ټولو اوږده وینا د طالبانو د ډلې استازي شیر محمد عباس ستانکزي، وکړه او هڅه یې وکړه چې له دې غونډې پخپله ګټه کارواخلي. هغه پرته له دې چې د جزئیاتو په اړه یې معلومات ورکړي له تور نوملړ څخه د دې ډلې د غړو د ایستلو، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د طالبانو د بندیانو د آزادولو، د طالبانو د یوه رسمي سیاسي دفتر د پرانیستلو، په افغانستان کې د اسلامي نظام رامنځ ته کیدلو او د اساسي قانون د تعدیل غوښتني وکړې.

طالبانو په دې غونډه کې دا روښانه نه کړه چې له اسلامي نظام څخه هدف څه دی، او دا چې تر مذاکراتو وروسته څرنګه په واک کې شریکیدل غواړي.

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي هارون میر، له دویچه ویله سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې همدې موضوع افغانان په اندېښنه کې کړي دي: «له همدې کبله خلک په افغانستان کې اندیښمن دي چې له طالبانو سره مذاکره په څه مفهوم ده او دا چې طالبان غواړي د واک په ویش کې ښکیل شي او که خپله واک ته تر رسیدو وروسته نور کسان له ځان سره شریک کړي.»

که څه هم د سه شنبې ورځې د غونډې لومړی ويناوال پخوانی ولسمشر حامد کرزی وو، خو هغه پخپله وینا کې یوازي د سولې پر اړتیا باندي ټینګار وکړ او د افغانستان د اوسني نظام چې بنسټ یې پخپله ده ایښی دی، په ملاتړ یې ډیر څه و نه ویل. د ولسمشر کرزي دغه موقف کیدای شي د طالبانو، مسکو او نورو لوبغاړو له پاره هغه په داسې یوې څیرې بدل کړي چې د مذاکراتو دواړه اړخونه سره نزدې کولای شي.

د ولسمشر کرزي پخواني لومړي مرستیال یونس قانوني، بیا په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان د نظام پر لاس ته راوړنو باندې ټینګار وکړ او روښانه یې کړه چې اساسي قانون که څه اصلاحاتو ته اړتیا لري خو بیا هم د وروستیو نزدې شلو کلونو تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده.

Russland Moskau | Treffen von Politikern aus Afghanistan mit Taliban-Vertretern | Hamid Karzai
پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې پر مهال په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت باندې ټینګار وکړانځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د حکومت لا څنډې ته کیدل

افغان ولسمشر اشرف غني، چې استاز یې د مسکو په غنډه کې ګډون نه لري، د چهارشنبې په شپه له افغان تلویزیوني چینل طلوع نیوز، سره په یوه اوږده مرکه کې د دې غونډې پر ګډونوالو نیوکه وکړه او ویې ول چې د حکومت له حضور پرته بهیرونه موثریت او د اجرايي کیدو صلاحیت نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر غني او د سولې له پاره یې رامنځ ته شوې ډله د خبرو اترو له بهیر څخه بهر پاتيږي. تر دې مخکې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو په مذاکراتو کې چې د جنوري په میاشت کې په دوحه کې ترسره شوي، د افغان حکومت استازو حضور نه لاره.

طالبانو همدا د چهار شنبې په ورځ وویل چې په دې غونډه کې ورته د امریکا متحده ایالاتو له خوا ډاډ ورکړل شوی دی چې د روان کال د اپریل میاشتي تر پايه پورې به له افغانستان څخه خپل نیمایي سرتیري وباسي. طالبانو د دې په بدل کې ژمنه کړې ده چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو ډلو له خوا د امریکا متحده ایالاتو پر ضد نه کارول کیږي.

د قطر او مسکو په بهیرونو کې د افغان حکومت موقف، چې ټینګار کوي د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرتوب او د دوی تر منځ وي، لا پسې کمزورې کوي.

هارون میر وویل: «طالبان پرته له شکه چې د قدرت په موقف کې دي، ځکه لږ تر لږه د مسکو په کنفرانس کې وتوانیدل چې وښيي په کابل کې یو واحد سیاسي صف نه شته.»

Russland Vertreter der Taliban in Moskau
د طالبانو استازی شیر محمد عباس ستانکزیانځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

ښايي ولسمشر پر حالاتو باندې د یو څه کنترول ترلاسه کولو له پاره د سه شنبې په ورځ ناوخته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره تلیفوني خبرې کړې وي. ولسمشر غني تر خبرو وروسته پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې ولیکل چې پمپیو په خپلو خبرو کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان او امریکا پوځي همکاري پایداره ده او تر هغه وخته به دوام وکړي چې په افغانستان کې تلپاتې او ټول شموله سوله رامنځ ته شي. هغه وویل: «موږ دواړو موافقه وکړه چې کلمات، آوازې او ګمانونه د اقداماتو ځای نه نیسي.»

په سوله کې د روسیې نقش پراخیدل

دا دویم ځل دی چې مسکو د طالبانو د یوه پلاوي کوربتوب کوي. تر دې مخکې د تیر کال په پای کې هم دغه ښار د طالبانو او د سولې عالي شورا د استازو د یوې غونډې کوربه وو.

که څه هم ویل کیږي چې په مسکو کې روانه دوه ورځنۍ غونډه په دې هیواد کې د میشتو افغانانو له خوا رابلل شوې ده، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي، دویچه ویله ته وویل چې په کابل کې د روسیې سفیر په دې برخه کې فعاله ونډه لرله: «په کابل کې د روسیې سفیر د غونډې د هر ګډونوال دروازه څو وارې ټکولې او له هغوی یې د ګډون غوښتنه کړې ده.»

دا چې روسیه د امریکا متحده ایالاتو د هڅو ترڅنګ مسکو ته د طالبانو د استازو او افغان سیاستوالو په راوستلو توانیږي، په افغانستان کې د دې هیواد مخ پر ډیریدونکي نفوذ څرګندويي کوي.

Russland Moskau | Treffen von Politikern aus Afghanistan mit Taliban-Vertretern
روسیه تیر کال هم د طالبانو استازو او سولې عالي شورا د یو غونډې کوربه وه.انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د سیاسي چارو شنونکي یونس فکور، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «روسان دوه اهداف لري: لومړی له امریکایانو سره سیالي او دویمه د یوه انتخاباتي تیم ملاتړ.»

د مسکو په غونډه کې د نورو تر څنګ ولسمشرۍ ته نوماند حنیف اتمر، د هغه لومړی او دویم نوماند مرستیالان یونس قانوني او محمد محقق او همداراز قوی ملاتړی او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ګډون کړی دی. نور په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال او همداراز په «هشت صبح» ورځپاڼه کې په خپره شوې یوې مقالې کې د ملي حکومت پر مشرانو نیوکې کړي چې په خبره یې د مسکو د غونډې د ګډونوالو پر ضد تبلیغ کوي.