1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو غونډه: طالبان دي ژر له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني

۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعه

روسيې، چين او امريکا متحدو ايالتو د طالبانو پر استازو ږغ کړی دی چي هر څومره ژر چي کيږي د افغان حکومت له استازو سره ديالوگ پيل کړي.

https://p.dw.com/p/3HUjD
Russland Außenministerium in Moskau
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/M. Blinov

د روسيې د بهرنيوت چارو وزارت ويلي دي چي په هغه سند کي چي په مسکو کي د افغانستان د سولي په اړه د امريکا متحدو ايالاتو، روسيې او چين استازو تر غونډي وروسته وړاندي سوی دی، پکښې پر طالبانو باندي ږغ سوی دی چي ژر تر ژره د افغان حکومت له استازو سره خبرو اترو ته کښېني.

انترفکس خبري آژنس ليکلي دي چي په سند (اعلاميه) کي دغه راز د درو واړو هيوادونو استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کي د دوهم «بين الافغاني» ديالوگ د جوړيدو ملاتړ کړی دی.

په خپره سوې اعلاميه کي دغه راز راغلي دي: «درې واړه اړخونه د جامع سولي د يوې برخي په توگه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو مسئولانه او منظم وتلو غوښتونکي دي.»

پر دې سربيره روسيې، امريکا متحدو ايالاتو او چين په افغانستان کي پر ټولو ښکېلو غاړو باندي ږغ کړی دی چي «د تاوتريخوالي د کمولو له پاره پر مشخصو اقداماتو باندي موافقه وکړي».

هغوی دغه راز په افغانستان کي د مخدره موادو له غير قانوني توليد او قاچاق سره پر مبارزې ټينگار کړی دی او له افغان حکومت او طالبانو څخه يې غوښتي دي چي په دغه هيواد کي د مخدره موادو د تهديد د ريښې کښلو له پاره ټول لازم اقدامات وکړي.

پر دې سربيره چين، روسيې او امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د ترهگرو او افراطي شبکو پرضد د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.

په مسکو کي د افغانستان د سولي په اړه د درې اړخيزي غونډي په اعلاميه کي راغلي دي چي «چين، روسيه او امريکا متحده ايالات به د طالبانو هغه مکلفيت څاري چي په افغانستان کي له داعش سره مبارزه، له القاعدې، ختيځ ترکستان غورځنگ او نورو نړيوالو تروريستي ډلو سره د نه اړيکو په برخه کي يې لري، ترڅو اطمينان حاصل سي چي د طالبانو تر کنترول لاندي سيمو څخه هيڅ يوه هيواد ته هم گواښ نه پيښيږي».

روسيې، امريکا متحده ايالاتو او چين موافقه کړې ده چي په پيکينگ کي تر غونډي پوري په دغو مشورتي غونډو کي د ګډونوالو شمېر گام پر گام زيات کړي.

(N.Z/S.R (Interfax

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل