1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د ۶۰۰ افغان خبريالانو پرانیستی لیک

۱۴۰۲ فروردین ۲۱, دوشنبه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب سازمان د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د ۶۰۰ افغان خبریالانو له خوا لاسلیک شوی لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي دي چې د بیان آزادۍ او مطبوعاتو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

https://p.dw.com/p/4PsTe
آرشیف: په کابل کي د لاریون د خبري پوښښ پرمهال د طالبانو لخوا د یوتن خبریال وهل
آرشیف: په کابل کي د لاریون د خبري پوښښ پرمهال د طالبانو لخوا د یوتن خبریال وهل انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یې د ۶۰۰ افغان خبریالانو له خوا لاسلیک شوی لیک استولی دی.

دغه سازمان ویلي دي چې په دغه لیک کې د بیان د آزادۍ وضعیت او په افغانستان کې د خبریالانو ستونزې را برسیره شوي دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب سازمان چارواکي وايي، په دې ليک کې په افغانستان کې د خبريالانو پر ستونزو سربېره د افغانستان په ګاونډيو او د نړۍ په هېوادونو کې د خبريالانو ناڅرګند برخليک په تفصيل سره بيان شوى دى.

په دغه لیک کې خبریالانو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بیان آزادۍ او د خبریالانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د طالبانو محکمه د لسو رسنیو د فعالیت په اړه پرېکړه کوي

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ستونزي

په دغه ليک کې د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتو سره غوښتل شوې دي چې د هغو خبريالانو وضعیت ته دي جدي پاملرنه وشي کوم چې خپلې دندې او هېواد يې پرېښي او له جدي اقتصادي او امنيتي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بیان آزادۍ او د خبریالانو وضعیت ترینګلی شوې دی.

په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو څو ځلې خبریالان په بېلابېلو پلمو نیولي او ځورولي ېې دي. حتی یوشمیر خبریالانو او د رسنیو کارکونکي څو میاشتې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کي بندیان شوې نو ځکه خو اوس په افغانستان کې د آزادو راپورونو جوړول تقریبا ناشوني شوې.

باید وویل شې سلګونو افغان خبریالان چې له وېرې له خپل هېواده وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې ده، دا مهال له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

 هیره دي نوې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې د سلګونو رسنیو فعالیت بند او کارکوونکو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

ولې افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه ډیر شوي دي؟