1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیلیدو غوښتنه

۱۳۹۷ اسفند ۱۷, جمعه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د ژر تر ژره پیلیدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي چې ښايي اوس د افغان جګړې له پاره د مذاکراتو له لارې د حل موندلو «تر ټولو مهم چانس» موجود وي.

https://p.dw.com/p/3Ef1F
Schweiz Genf UN Menschenrechtsrat Antonio Guterres
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/S. Di Nolfi

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د د دغه سازمان امنیت شورا ته د پنجشنبې ورځې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې «د سولې یو پایداره تړون یوازې د افغانانو تر منځ د پراخ ډیالوګ» له لارې ترلاسه کیدای شي.

هغه هیله څرګنده کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې به د کابل او طالبانو تر منځ خبرو ته هم لاره هواره کړي. ګوتریش ویلي دي: «زه د ژر تر ژره، مستقیمو او بنیادي خبرو [د پیلیدو] غږ کوم له دې هیلې سره چې هغه به دغه جګړه او پر ژوند یې د نه منلو اغیزې پای ته ورسوي.»

د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، همدا اوس په قطر کې له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی. د دواړو اړخونو خبرې دا ځل دویمې اوونۍ ته هم غځیدلې دي. له همدې کبله داسې هیلې هم راپیدا شوي چې کیدای شي دا ځل په خبرو اترو کې پرمختګ رامنځ ته شي.

خلیلزاد ویلي دي چې د داسې لارو چارو موندلو په هڅه کې دی چې په پایله کې یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې پیل شي. هغه هم ویلي دي چې ژر تر ژره د دواړو اړخونو د مذاکراتو د پیلیدو پلوي دی.

که څه هم امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو هڅې ډیرې کړې دي خو بیا هم په دې هیواد کې بریدونو دوام موندلی دی.

ګوتریش ویلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم بې ثباته او د امنیتي پیښو شمیر لوړ دی. د ملګرو ملتونو دې تر ټولو لوړپوړي چارواکي روښانه کړې ده چې د ملکیانو پر ژوند باندې د جګړې د اغیزې له کبله ډیره اندیښنه لري. د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۳۸۰۴ تنه ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

ګوتریش روښانه کړه چې طالبان تیر کال وتوانیدل چې په موقتي توګه د ۲۱ ولسوالیو مرکزونه تر خپل کنترول لاندې راولي. ګوتریش ویلي دي چې که څه هم افغان او نړیوال ځواکونه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش پر ضد عملیات کوي، خو دغه ډله بیا هم د دې هیواد اوسیدونکو ته ګواښ پيښوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دي چې اداره یې په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ هم د جګړو په اړه رپوټونه لري. هغه زیاته کړه: «د دې له پاره چې دوامداره اوسي، د سولې په هر تړون کې باید ټول شریک وي.»

هغه زیاته کړه: «باید پر یوې ګډې راتلونکې باندې د ټولو افغانانو د حقونو د تضمینولو له لارې اعتماد موجود وي.»

ګوتریش د سولې د خبرو اترو په ټولو پړاونو کې د ښځو پر ګډون هم ټینګار کړی دی. هغه ویلي دي چې د سولې یو تړون باید د ښځو د حقونو محافظت وکړي. دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد تیره میاشت هیله څرګنده کړه چې په جولای میاشت کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې یوه تړون ته ورسیږي.

زموږ له آرشیف څخه: