1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو استازي اسرائیل په نژادي تبعیض تورن کړی

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲, شنبه

له ۴۵ څخه ډیر کلونه وشول چې اسرائیلو لویدیځ اردن اشغال کړی دی. په همدې منځ کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ویلي دي چې د اسرائیلو دغه عمل باید نړیوالې محکمې ته وړاندی شي.

https://p.dw.com/p/1BUHz
انځور: Reuters

فلسطیني اشغال شویو سیمو ته د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ریچرد فالک، په دغو سیمو کې پر اسرائیلي چلند سخته نیوکه کړې ده. فالک په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې د اسرائیلو سیاست د «اپارتاید» یا نژادي تبعیض لاره تعقیبوي چې په عین وخت کې دا د قومي تصفيې په معنی ده.

فالک چې د حقوقي چارو یو امریکايې پروفیسور او د یهودي دین پیرو دی، وايي چې له ۱۹۹۶ کال را په دې خوا ۱۱۰۰۰ فلسطینیانو د اسرائیلو د پریکړي پر اساس په ختیځ بیت المقدس کې خپل د اقامت حق له لاسه ورکړی دی.

نوموړي «په ختیځ بیت المقدس کې د قومي ترکیب په هکله د یو قانونمند او دوامداره نظام د رامنځ ته کولو د هڅو» یادونه کړې ده. فالک ویلي دي چې د اسرائیلو له خوا د فلسطیني خاورې د دوامداره اشغال موضوع باید د هالند په هیواد کې د هاگ نړیواله محکمه وڅیړي.

د هغه په اند وروسته له څه دپاسه ۴۵ کلونو اشغال څخه د هاگ نړیواله محکمه باید د فلسطینیانو د یوه قانوني دولت او بشري حقونو د حفاظت او ساتنې په برخه کې اغیزمن گامونه پورته کړي.

اسرائیل په آگاهانه توگه له نړیوالو حقونو څخه سرغړونه کوي

فالک زیاته کړه چې په فلسطیني سیمو کې د یهودیانو له پاره په غیر قانوني توگه د ښارگوټو د جوړولو پروگرام ته پراختیا ورکول، د فلسطینیانو خپلواکي تر پوښتنې لاندی راولي. سربیره پر دې اسرائیل د غزی په تړاډه کې په ډله ېیز زور زیاتیو لاس پورې کوي، کورونه ورانوي او په پرله پسې توگه له حده زیات قدرت څخه استفاده کوي. یوازې د نړیوالو حقونو له پلوه نه، بلکې خپله د فلسطینیانو د موقعیت له امله هم وضعه لا پسې خرابیږي.

فالک چې ۸۳ کلن دی د اسرائیلو هغو تاسیساتو ته هم اشاره کوې چې پخوا تر دې په ۲۰۰۴ کال کې د نړیوالې محکمې له خوا غیر قانوني بلل شوې ول.

ویل کیږی چې د اسرائیلو له خوا په جوړ شوي حفاظتي دیوال کې ۸۵ سلنه فلسطیني ساحه نیول شوې ده. د دغه ۷۰۸ کیلو متري تاسیساتو ۶۰ سلنه ساختماني چاري بشپړي شوې دي او اوس يي هم کار روان دی چې دا د نړیوالو قوانیونو خلاف یو عمل دی.

فالک پر اسرائیلو د ډیر زیات انتقاد له امله شهرت لري. د ملگرو ملتونو د دغه استازي کاري دوره وروسته له شپږو کلونو څخه په همدې میاشت کې پای ته رسیږي. ریچرد فالک به د دوشنبې په ورځ خپل وروستی رپوټ د ملگرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ته وړاندې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب