1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې د جنوبي افريقا نقش

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې د افريقايي هيوادونو شمير درې ته ورسيده. د جنورۍ له لومړۍ نيټې راهيسې جنوبي افريقا هم د دې شورا غړی دی. خو دا درې سره هيوادونه بايد سره همنظره وي څو یې غږ وزن ولري. خو دا آسانه نه ده.

https://p.dw.com/p/3Be9w
Weltsicherheitsrat New York
انځور: REUTERS

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د نړيوالې همکارۍ تر ټولو مهم اورگان دی. د ۲۰۱۹م کال له پيل راهيسې جنوبي افريقا يو وار بيا د دې جرگه گۍ غير دايمي غړی دی او د عاج ساحل او استوايي گيني سره په شريکه د افريقا استازيتوب او د دغه لويي وچې د گټو ساتنه کوي. په امنيت شورا کې د غړيتوب سره دا هيوادونه د نړۍ د سولې او د نړيوال امنيتي سياست په برخه کې د سهم درلودو ډېر حق لري.

سولې ته ليوالتيا

د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزیرې لنديوي سيسولو د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا امنيت شورا ته د جنوبي افریقا تر ټاکل کيدو وروسته وويل: «جنوبي افريقا به د سولې او امنيت ساتنه وکړي.» نوموړې زياته کړه: «په دې موخه به موږ په شورا کې د خپل غړيتوب په موده کې د خپل پخواني ولسمشر نېلسن منډيلا ميراث او د سولې له پاره زموږ لېوالتيا ته وقف کړو.»

جنوبي افریقا له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۸ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ پورې اوس په دريم وار د دې شورا غړيتوب ترلاسه کړی دی.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا ۱۵ غړي لري، چې له دې څخه یې پنځه دايمي او لس غير دايمي دي. بريتانيا، فرانسه، روسيه، امريکا متحده ايالات او چين د دې اورگان دايمي غړي دي او د ويټو حق لري يعني له دې پنځوو څخه یې هر يو د امنيت شورا د يوې پريکړې مخه نيولی شي.

د يوه افريقايي غږ موندل

د شورا د افریقايي هيوادونو له پاره دا يوه ستونزه ده چې دوی به څرنگه د خپلې لوېې وچې له گټو څخه د ويټو قدرت لرونکو پر وړاندې په برياليتوب سره استازيتوب وکړي؟  په پريتوريا کې د امنيتي مطالعاتو د جنوبي افريقا د انستيتويت د ملگرو ملتونو کارپوه گستاوو دی کاروالو له دويچه ويلې سره په خبرو کې په دې هلکه وايي: «موږ د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له تېرو بحثونو څخه دا خبره زده کړې چې د افریقايي هيوادونو له پاره په يوه غږ غږيدل يعني يووالی ډېر مهم دی. د ملگرو ملتونو د پريکړه ليکونو نتايجو ته په کتو سره يو گډ دريځ ډېر زيات وزن لري.»

Südafrika Außenministerin Lindiwe Nonceba Sisulu
د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزیره د ملگرو ملتونو له خوا د جنوبي افريقا تر ټاکل کيدو وروسته وينا کويانځور: Imago/Zumapress/L. Rampelotto

 د کاروالو په خبره جنوبي افریقا بايد د افريقايي هيوادونو د رايوځای کولو له پاره فعال رول ولوبوي. هغه زياته کړه: «يو يا ورته دريځ خپلول به تل آسان نه وي خو د منځگړيتوب پروسه چې افريقايي ټولنه هم پکښې شریکه وي، پريکړنده ده. ځکه په امنيت شورا کې محدود امکانات موجو دي او هره افريقايي مسئله نه شي تعقيبولی.»

د جنوبي افريقا څخه د مشرتوب تمه

په دې ترڅ کې يوه ستونزه دا هم ده چې د استوايي گيني د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د نيوکو سره مخامخ ده. همدا راز د عاج ساحل هم د کورنۍ جگړو او سياسي بې ثباتۍ له وجې اغیزمن دی. د کاروالو په آند له همدې کبله له جنوبي افريقا څخه د مشر د نقش د لوبولو تمه کيږي. نوموړی زياتوي چې جنوبي افريقا د خپل تاريخ له وجې دلته د خپلو مهمو مهارتونو څخه گټه پورته کولی شي: «سوله او امنيت د جنوبي افریقا د تاريخ مهم اړخونه ول.»

د نوموړي په خبره جنوبي افريقا له اپارتهايد يا له تور پوستو سره د توپيري چلند له تجاربو څخه په گټه پورته کولو سره د افريقا په لويه وچه کې د منځگړي نقش لوبولی دی.

د لندن د چاتهم هاوس د موسسې څخه کريس واندوم هم تمه لري چې جنوبي افريقا به د امنيت شورا د نورو دوه افريقايي غړيو په پرتله ‌ډېر مهم او پياوړی رول ولوبوي. نوموړی زياتوي: «د ملگرو ملتونو امنيت شورا او په نورو نړيوالو اورگانونو کې د جنوبي افريقا نقش ته ځير کيدل ډېر جالب دي. د جنوبي افريقا غړيتوب د اپارتهايد په دور کې ځنډول شوې وو. دغه هيواد ته په ۱۹۹۴م کال کې بيرته اجازه ورکړل شوه. او جنوبي افريقا ډېر وياړي چې بيرته د ملگرو ملتونو غړی دی. خو نه غواړي د چا د لاس لاندې ووسي بلکې غواړي چې يو اړخېزې پريکړې وکولی شي.»