1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت هوکړه لیک: د حل لاره که تظاهر؟

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

آلمان د مهاجرو د بيرته استولو پر مسئلې له هسپانيا سره تړون لاسليک کړی او له يونان سره يې هم ورته توافق کړی. له ايتاليا سره هم په دې باب خبرې اترې روانې دي، خو ایا دغه توافقات به لاسته راوړنې ولري.

https://p.dw.com/p/33QtN
Wartende Flüchtlinge
د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د آلمان د کورنيو چارو وزارت تازه د آلمان او يونان تر منځ د خبرو اترو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. د دغه وزارت وياندې اليونوره پيترمن، ويلي چې له آلمان څخه يونان ته د مهاجرو د بيرته استولو په اړه توافقات ورستي پړاو ته رسيدلي او په پام کې ده چې په ډير نژدې ممکن وخت د آتن او برلين تر منځ لاسليک شي. که څه هم پيترمن په تفصيل څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په دې اړه وروستني مکتبونه د راکړې ورکړې په حال کې کيږي. هغې وويل: «موږ له يو بل سره توافق کړی دی.»

د رسنيو د معلوماتو پر اساس د برلين او آتن تر منځ توافقات به هغو توافق ته ورته وي چې آلمان تر دې مخکې له هسپانيا سره کړي. له هسپانيا سره شوي توافقات آلمان ته د دې امکان په لاس ورکوي چې هغه پناه غوښتونکي بيرته هسپانيا ته واستوي چې آلمان ته تر داخلیدو مخکې په هسپانيا کې راجستر شوي وي. دغه توافقات د هغو پناه غوښتونکو له حال سره سمون خوري چې د اتريش هيواد څخه په تيريدو آلمان ته داخل شوي دي. په حاضر وخت کې په درو سرحدي سيمو کې کنترول ترسره کيږي. د آلمان پوليس کولای شي په دغو سيمو کې نيول شوي کسان د ۲۴ ساعتونو په منځ کې بيرته هسپانيا ته واستوي.

پوليس دا موضوع چې آیا دغه کسان تر دې مخکې په يو بل اروپايي هيواد او په ځانګړې توګه په هسپانيا کې راجستر شوي دي که نه، د (يوروداک) په نوم د ګوتو د نښو معلوماتي بانک په مرسته روښانوي. په دې برخه کې د بې سرپرسته او له اتلسو کلونو د کم عمر لرونکو کسانو له پاره استثنأ شتون لري.

تر ډيره بريده نمايشي تاثيرات

اوس مهال دغه هوکړه ليک نمايشي اغيزې لري او دا موضوع ښيي چې د اروپا په کچه دا ډول توافقات ممکن دي. خو له دې ټولو سره سره، د دغه قانون عملي تاثيرات بيا محدود دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د روان کال د جون مياشتې له نيمايي څخه تر اوسه، يوازې ۱۵۰ داسې کسان د اتريش له لارې آلمان ته داخل شوي دي چې هغوې مخکې په يو بل اروپايي هيواد کې راجستر شوي دي. له دغو کسانو څخه نيمايي يې په ايتاليا او ۲۰ سلنه برخه يې په اتريش کې راجستر شوي دي. په دې ترتيب په دوي کې هيڅ داسې کس نشته چې په هسپانيا کې ثبت شوی وی.

Spanien Angela Merkel, Bundeskanzlerin & Pedro Sanchez
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل د هسپانيا له لمړي وزير پدرو سانچز سره د ليدنې پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo/Moncloa Palace/L. Leon

تر اوسه روښانه نه ده چې دا ډول يو توافق به له ايتاليا سره هم ترسره شي او که نه. د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې له ايتاليا سره خبرو اترو «ډير پرمختک» کړی دی.

ماتئو سالوینی د نورو مهاجرو له منلو سره مخالف

د ايتاليا د نوي حکومت د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني، د مهاجرو د منلو په اړه د هر ډول تصمیم پر وړاندې دريږي. هغه د روان کال په جولای مياشت کې د اروپايي اتحاديي له خوا هغه وړانديز رد کړی وو چې د هر مهاجر د منلو په بدل کې به شپږ زره يورو ترلاسه کوي. سالويني ويلي وو: «دا امکان نه لري. بروکسل کولای شي دغه صدقه خپل ځان ته وساتي. ايتاليا غواړي چې د مهاجرو د داخليدو بهير ورته په بشپړه توګه ودرول شي.»

د ايتاليا لمړی وزير جوزپه کونته هم د مهاجرو د منلو په اړه منفې نظر لري. نه ده کړې.

ماس د اروپا د پيوستون غوښتونکی شو

اوس مهال په نور هيوادونو کې ډیر داسې ډیر کسان ژوند کوي چې د پناه غوښتنې او حفاظت د شرايطو لرونکي دي. د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو له ډلې څخه ډیر شمیر یې په آلمان کې اوسيږي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې آلمان په دغو شرايطو د برابرو څه باندې ۱،۴ ميليونه انسانانو کوربه توب کوي. فرانسه د ۴۰۰ زره کسانو په لرلو دویم ځاي او تر هغې وروسته ايتاليا په دريم ځای کې قرار لري. رد شوي مهاجر په دغو ارقامو کې شامل نه دي. 

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د روان کال د اګست مياشتې په لومړيو کې وغوښتل چې د پناه غوښتنې په سياست کې بايد تر ټولو ډير د لويديځو هيوادونو ملاتړ ته پام وشي. ماس ويلي وو: «موږ اروپايي حل لارې او پيوستون ته اړتيا لرو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په وينا، د مهاجرت موضوع بايد د اروپايي اتحاديې د ټوټه ټوټه کيدو لامل ونه ګرځي.

کرستن کنیپ/ م. ک. ص

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: