1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت پر لارو په لسونو زره انسانان مړه شوي دي

۱۳۹۷ آبان ۱۱, جمعه

د مهاجرت په چارو کې نړيوالې سرچينې وايي چې په وروستيو کلونو کې په لسونو زره انسانان د مهاجرتونو پر مهال مړه او يا هم لادرکه شوی دي. اسوشتيد خبري آژانس بيا په خپل يو تازه رپوټ کې دغه ارقام نژدې دوه برابره لوړ ښودلي دي.

https://p.dw.com/p/37XyD
Türkei Canakkale Hafen Ertrunkene Flüchtlinge
آرشیفانځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc

اسوشتيد پريس خبري آژانس په دې اړه د خپل رپوټ په يوه برخه کې وايي چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې په نړۍ کې ۵۶ زره مهاجر مړه او يا لادرکه شوي دي. دا تر هغه شمېر دوه برابر زيات دی چي د مهاجرت نړيوالي ادارې ښوولی وو.

د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي او ام) له خوا د مړو شوو او لادرکه شوو مهاجرو ارقام د اکتوبر مياشتې تر لومړې نيټې پورې څه باندې ۲۸۵۰۰ ښودل شوي دي.

خو اسوشتيد پريس وايي چي ارقام تر دې نژدې ۲۸۳۰۰ لوړ دی. دغه آژانس په دې اړه معلومات، د نورو نړيوالو ډلو او د قانوني درخواستونو د شمیرو له مخې او همدا ډول د لادرکه شوو او مړه شوو افرادو د نوملړ او د زرونو مرکو له لارې ترلاسه کړی دي.

په رپوټ کې د انسانانو د مړينې او لادرکه کيدو ستر لامل مهاجرتونه ښودل شوي او زياته شوې چې دغه ارقام د روانۍ پيړۍ له پیله ۴۹ سلنه پورته شوي دي.

۲۵۸ ميلیونه مهاجر

د ملګرو ملتونو په حواله تر۲۰۱۷م کال پوري په نړۍ کې څه باندې ۲۵۸ ميليونه انسانان مهاجر شوي دي.

Griechenland wildes Flüchtlingslager Idomeni
م م وايي د روانې پيړۍ له پيله تر۲۰۱۷م کاله څه باندې ۲۵۸ ميليونه انسانان مهاجر شوي دي انځور: picture alliance/AP Photo/D. Bandic

 اسوشتيد پريس خبري آژانس وايي چې د دوی له خوا چمتو شوي ارقام به لا هم لږ وي، ځکه ډیري جسدونه چې په دښتو کې تر خاورو او شګو لاندې شوي او يا هم د سمندر په تل کې پاتې دي نه دي موندل شوي.

له بل لوري د مړو شوو کسانو د کورنيو له خوا هم ډير وخت رپوټونه نه دي ورکړل شوي. ځکه ډير دغه مهاجرتونه يا په غيرقانوني توګه او يا هم د کورنيو یې اجازې پرته ترسره شوي دي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې ډير انسانان کله چې مهاجرتونو ته مخه کوي خپلو کورنيو ته نه وايي چې دوی چيرته ځي.

د کورنۍ بې اجازې مهاجرتونه

اسوشتيد پرس خبري آژانس د خپل دغه رپوټ په يوه برخه کې ليکلي دي چې په سمندرونو او دښتو کې د مرګ پر خطرونو سربيره خلک خپلې کورنۍ پريږدي او مهاجرتونو ته مخه کوي. دوی دغه اقدام په داسې حال کې کوي چې پرته له دې چې فکر وکړي څه ورسره پيښيږي کوي.

په وروستيو کلونو کې د مهاجرتونو تر ټولو لوېې څپې د اروپا پر لور شوي دي. دغې وچې ته د منځني ختيځ، افريقا او اسيايي هيوادونو څخه خلک مهاجرتونه کوي چې ستر لاملونه يې جګړې او فقر ښودل کيږي.

د دې تر څنګ د سويلي امريکا هيوادونو څخه د مکسيکو له لارې امريکا ته غيرقانونی مهاجرتونه هم په حاضر وخت کې د سترو او پراخو مهاجرتونو په شمير کې راځي. مهاجرتونه اوس په اروپا او امريکا کې په يوه لانجمنه موضوع اوښتې ده.

له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: