1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو نوې څپه ملگرو ملتونو ته د «خطر زنگ» دی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو په حواله د سوریې په شمال لويدیځ کې د نښتو له کبله په يوه اوونۍ کې تر ‍۱۵۰ زره زيات انسانان تيښتيدلي دي. د ياغيانو د پاخه سنگر ادليب په شا او خوا کې پر پرتو سيمو له څو مياشتو راهيسې سخت بمبار کيږي.

https://p.dw.com/p/3I7Y4
Syrien Provinz Idlib Bewohner fliehen vor Kämpfen
انځور: Getty Images/AFP/A. Watad

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو دفتر (OCHA) رپوټ ورکړی چې په يوه اوونۍ کې ۱۵۲ زرو ښځو، ماشومانو او نارينه وو په ادليب او حلب ولايتونو کې خپل کورونه پريښي دي. د دغه دفتر وياند ديود سوانسون ويلي دي چي د سوریې په شمال لويدیځ کې د استوگنې پر سيمو او ملکي زېربيناوو تازه هوايي بریدونه د «خطر زنگ» دی.

هغه وويل چې په دې هوايي بريدونو کې په «سونه» ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. د OCHA د معلوماتو په حواله يو شمير ښوونځي او روغتونونه په نخښه شوي دي.

له اوربنده سرغړونه کيږي

د روسیې هوايي ځواک او د سوریې پوځونو په تیرو ورځو کې د ياغيانو له خوا د نيول شويو سيمو پر ځينو برخو خپل بريدونه پراخ کړي دی. روسیه د سوريې د واکمن بشارالاسد تر ټولو نزدې متحد هېواد دی.

Idlib, Attentat des Assad-Regimes auf Wohngebiete in Syriens Nach dem Attentat des Assad-Regimes auf Wohngebiete in Syrien
پر ادليب سخته جگړه روانه دهانځور: picture-alliance/M.Ali

د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان په حواله دا له څو مياشتو راهيسې روان تر ټولو سخت هوايي بريدونه دي. حکومتي ځواکونه ځمکني عمليات هم کوي.

تر اته کلنې جگړې وروسته ادليب ته څېرمه پرته سيمه د ياغيانو پوخ سنگر بلل کيږي. کابو درې ميليونه ملکيان هلته ژوند کوي چې نيمايي یې له نورو سيمو څخه راغلي کډوال دي.

دغه سيمه پر نورو سربيره القاعدې شبکې سره د اړيکي درلودونکي ډلې «حيات التحرير الشام» له خوا کنتروليږي. روسيه او سوريه وايي چې د تندلارو د ځپلو په موخه هوايي بريدونه کوي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيرش پر ښکيلو غاړو غږ وکړ چې په سپتمبر مياشت کې رامنځته شوی اوربند عملي کړي. خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی او اوربند په پام کې نه نيول کيږي.

B.S/N.Z(dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: