1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو کړکیچ: د اروپایي اتحاديي او ترکیي تر منځ ناسته

۱۳۹۴ آذر ۸, یکشنبه

د ترکیي او اروپایي اتحاديي تر منځ نن یوه ګډه غونډه تر سره کیږي چې د مهاجرو د تنظیمولو په اړه به په کې خبرې وشي. د رویترز په رپوټ کې راغلي دي چې اروپايي اتحاديي سره د مرستې پر بدل کې ترکیه درې میلیاره یورو لاس ته راوړي.

https://p.dw.com/p/1HEO9
Brüssel Flaggen EU Türkei Symbolbild Belgien
انځور: picture-alliance/dpa/Landov

د مهاجرت په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې پاڼې کې ولولئ:

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ویلي دي چې د اروپايي اتحاديې او ترکیې ګډه تګلاره به مرسته وکړي چې د مهاجرت نه کابو کیدونکۍ کړکیچ په قانوني لارو تر سره شي.

د اروپایي اتحادیې او ترکیي تر منځ د غونډې څخه وړاندې میرکل وویل : «د اروپایي اتحادیي او ترکيي د تګلارې یوه مهمه برخه به دا وي چې څه ډول کولی شو قانوني مهاجرت د غیر قانوني مهاجرت ځایناستۍ کړو او څه ډول کولی شو د مهاجرو له پاره په ترکیه کې حالات ښه کړو.»

د ترکیي لومړي وزیر احمد داوود اغلو بروکسل ته له سفر څخه وړاندې په انقره کې وویل: «دا غونډه به زموږ اړیکو ته نوی خوځښت وبښي. دا ناسته له څو اړخو مهمه ده ځکه له ۱۱ کلنو څخه وروسته د ترکیي او اروپایي اتحاديي د مشرانو غونډه تر سره کیږي.»

د ترکيي لومړي وزیر همداراز وویل: «له وړاندي دا پریکړه شوې ده چې ترکیه په یوازي نه شي کولی د مهاجرانو ستونزو ته اوګه کیږدي. له دې وړاندې پر یوې مشترکې تګلاري توافق شوی دی.»

د ترکي او اروپایي اتحاديي د ناستې په ګارليك کې ویل شوي چې د کډوالو د کړکیچ په کابو کولو کې به ترکیه له اروپایي ټولنې سره مرسته کوي خو اروپایي اتحاديي به ترکیي ته نقدې پیسي ورکوي او په دې اتحاديې که د ترکیي د غړیتوب پر غوښتنلیک به هم غور کوي.

رویترز خبري اژانس چې دا ګاړلیک لیدلی دی لیکي: «هماغه څه چې پرې موافقه شوې ده اجرا کیږي. دواړه خواوې به د هغو مهاجرو په اړوند چې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا نه لري، خپلې همکارۍ ډیروي. ترکيه به دې هیواد ته د مهاجران سفر او له هغه وروسته د دې کسان اروپایي اتحاديې ته له تږ څخه مخنیوی کوي [...] او هغه مهاجر چې د نړیوالو مرستو ته اړتیا نه لري بیرته به خپلو اصلي هیوادو ته استول کیږي.»

ترکیې به په خپله خاوره کې د مهاجرو د کړکیچ د کابو کولو له پاره د اروپایي ټولنې څخه درې میلیارده یورو تر لاسه کوي. د ګاړلیک له مخې د دې پیسو په اندازه کې کیدای شي د شرایطو پر اساس بدلون راشي.

همداراز اروپایي اتحادیه به په راتلونکې میاشت په دې اتحاديي کې د ترکیي د غړیتوب د غوښتنې په اړه مذاکرې یو ځل بیا پیل کړي. دا مذاکرې له ۲۰۰۵ کال راهیسې بندې شوې وې. او که چیرې ترکیه پر دې شرایطو عمل وکړي نو د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر له میاشتې څخه به پر ترکي اتباعو د اروپایي اتحاديي له خوا د ویزو محدودیتونه هم ختم شي.

په سوریي کې د جګړو له کبله سږ کال تر دې دمه ۸۵۰ زره کسانو څخه ډیر مهاجر اروپا ته رسیدلي دي او ۳۵۰۰ کسان هم په لاره کې مړه او یا هم ورک شوي دي. په ترکیي کې اوسمهال ۲،۲ میلیونه سوریایي مهاجر ژوند کوي.

ترکیي اروپا ته او په ځانګړې توګه آلمان ته د رسیدو له پاره لویه لاره ده.