1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن امنيتي کنفرانس مهم موضوعات څه دي؟

۱۳۹۶ بهمن ۲۷, جمعه

د مونشن د کلني نړيوال امنيتي کنفرانس اهميت په څه کي دی؟ د سږني کنفرانس مهم موضوعات کوم دي؟ جوابونه يې دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2sngc
Münchner Sicherheitskonferenz 2017 | Mike Pence, USA
آرشيف انځورانځور: Reuters/Bundesregierung/G. Bergmann

د آلمان د بايرن ايالت په مونشن کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۶مه نېټه) درې ورځنی نړيوال امنيتي کنفرانس پېل سو. دغه «مونشن امنيتي کنفرانس» په نوم دغه غونډه به درې ورځي دوام وکړي.

په دغه کنفرانس کي به په نړۍ کي د روانو بحرانونو او لانجو او په همدې راز پر امنيتي سياست باندي بحثونه وسي.

دغه کنفرانس ولي مهم دی؟

د مونشن نړيوال امنيتي کنفرانس چي د ۱۹۶۳م مېلادي کال راهيسي هر کال د آلمان په مونشن کي دايريږي، په نړيوال امنيتي سياست کي د مهمو کسانو او ډلو له پاره يو ډېر مهم د غونډېدو ځای دی. ښايي د نړۍ په بل هيڅ کنفرانس کي دومره زيات شمېر د امنيتي چارو کارپوهان او سياستوال راټول نه سي، لکه په دغه کنفرانس کي.

دلته حتی يو د بل سره سخت مخالف امنيتي کسان او ډلې هم سره مخامخ کیږي. په دغه کنفرانس کي يوازي  د هغه رسمي اجنداء او پروگرام مهم نه وي، بلکه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې سیاسي کسانو ته دا امکانات برابریږي چې د کنفرانس په څنډو کې، که هغه په دهلیزو کې ده او که د هغوی د ناستو په کوټو کې، د نظریاتو د تبادلې لپاره یو بل سره وگوري، یو بل سره وپیژني، د یو او بل له نظر څخه ځانونه خبر کړي، د بحرانونو د حل په تړاو خپل نظریات او دريځونه سره شریک کړي او بالاخره د سرو کرښو تعينول، دا ټول مسایل د دغه کنفرانس اهميت لا زیاتوي. د دغه کنفرانس د مسؤل ولفګانګ ايشينګر وايي، پخپله رسمي کنفرانس کې تقريبا ۳۰  بحثي غونډي په پام کې دي او تقريبا ۱۲۰ ويناوال په کې گډون کوي او تر ټولو مهمه دا چې په دغو درو ورځو کې ۲۰۰۰ په اصطلاخ «دوه اړخیزې» لیدنې کتنې تر سره کیږي او دا ټول د دې کنفرانس  له ستر اهمیت څخه ویندويي کوي.

د کنفرانس موضوعات څه دي؟

د دغه کنفرانس د شروع کېدو څخه ترمخه د مونشن امنيتي راپور « ترپاڼ پورې او بیرته راگرځیدل» تر عنوان لاندي خپور سوی دی. دغه راپور به د دغه درې ورځني کنفرانس د موضوعاتو له پاره يو بنسټ وي.

د دغه کنفرانس  تر ټولو مهمه موضوع هغه یوه اندیښنه ده چي امريکا متحده ايالات نور په ښکاره توګه دې ته چمتو نه دي چي په نړۍ کي د مخکښ قدرت او د نړيوال نظم د ساتونکي نقش په غاړه ولري. په اړه دا پوښتنه  مطرح کیږي چي د روسیې سره تشنجونو او مخ پر زیاتیدو د نشنلیزم ترسیوري لاندې وضعیت ته په کتو سره اروپا څرنگه کولای شي چې د خپل امنیت لپاره خپله بندوبست وکړي.

يوه بله مهمه موضوع د اټومي وسلو د زیاتولو  اندیښنې دي. دغه موضوع په زياته بيا د هغه وروسته توده سوه کله چي د روانې مېلادي مياشتي په پېل کي د امريکا متحده ايالاتو د خپلو اټومي وسلو د عصري کولو پلانونه معرفي کړل.

په نورو مهمو موضوعاتو کي سايبري يا د کمپيوتري او انټرنټي امنيت، د چاپيريال بدلون او روانې جګړې او بحرانونه يادولای سو. په زیاته بيا په منځني او نژدې ختيځ کي د داعش د له منځه تلو څخه وروسته د روان کړکېچ موضوع به ډېره مهمه وي.

د کنفرانس ګډونوال څوک دي؟

د بايرن ايالت مسؤل کسان اټکل کوي چي د مونشن په سږني کنفرانس کي به له ټولې نړۍ تر ۵۰۰ څخه زيات لوړپوړي کسان ګډون وکړي. په دغو کي ۲۱ دولتي او حکومتي مشران هم شامل دي لکه د اوکراين ولسمشر پېترو پوروشېنکو، د برېتانيې لومړۍ وزيره تېرېزا مې، د فرانسې لومړی وزير ادوارد فيليپه، د اسرائيل ولسمشر بنيامين نتنياهو او د ترکيې لومړی وزير بن علي يلدريم.

د آلمان د دفاعي  وزيري اورزولا فون دېر لاين په مشري په دغه کانفرانس کي له آلمان څخه استازيتوب کوي.

له روسيې څخه به د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف او د پارلماني غړو او کارپوهانو يوه لويه ډله ګډون وکړي.

د امريکا له متحده ايالاتو څخه د دفاعي چارو وزير جيم ماتيس او د امنيتي چارو سلاکار ايچ آر مېک ماسټر او د کانګرس يو پلاوی په دغه کنفرانس کی ګډونوال دي. د ايران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزيران به هم په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي.