1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن امنیتي کنفرانس بیلانس؛ ډیرې وسلې او د سولې لږه هیله

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

پر اوکراين د روسيې يرغل، د مونشن امنیتي کنفرانس اساسي موضوع وه. په ځانګړه توګه د وسلو صنعت د استازو مخامخ خبرې اترې وې.د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران اټومي پروګرام او ایران کې د خلکو د اعتراضونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي.

https://p.dw.com/p/4NkZM
Münchner Sicherheitskonferenz
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

ناکامې هیلې د مونشن امنیتي کنفرانس د بیلانس یوه برخه وه. د دې مایوسۍ یوه برخه د چین د مېلمه له امله وه.

د چین لوړ پوړی ډیپلومات د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي یوازې په کنفرانس کې د ګډون له پاره مونشن ته سفر کړی و. ځینې ګډونوالو داسې انګیرله چې هغه به وکولی شي مسکو ته یو پل شي او یا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې مستقیم نفوذ وکړي. خو وانګ غوښتل چې له مونشن څخه مستقیم  مسکو ته ولاړ شي چې په دې سره د ده په اړه د کنفرانس ګډونوالو هیلې ځای ته ونه رسیدلې.

اړوند مطلب: مونشن امنيتي کانفرانس: د افغانستان معضله او په هکله یې بحثونه

د وانګ په دریځ کې پر اوکراین د روسیې د جګړې په اړه هیڅ د انتقاد نښه نه وه. د جګړې له پیل څو ورځې مخکې فون دیرلاین یادونه کړې وه: «چین له روسیې سره په نا محدوده دوستۍ تړون کې ډېر څرګند دریځ خپل کړی دی، دا په دې معنی ده چې چین د جنجال د یوه اړخ په څنګ کې ولاړ دی.»

 د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی، د ۲۰۲۳  مونشن امنيتي کنفرانس کې
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی، د ۲۰۲۳ مونشن امنيتي کنفرانس کې انځور: Wolfgang Rattay/REUTERS

د اروپایي کمېسیون رئیس څو ځلې هڅه وکړه، چې چین لږ تر لږه د بندیزونو په موضوع کې د لویدیځ په خوا کې ودریږي، خو بې ګتې وو.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینک هڅه وکړه، چې د کنفرانس په څنډه کې له چینایي مېلمه سره خبرو اترې وکړي، خو بې پایلې سره مخامخ شو، دومره بې پایلې چې آن یوې ګډې اعلامیې ته هم سره ونه رسېدل.  بلینکن په متحده ایالاتو کې د چینایي کنټرولي بالونونو په کارولو نیوکه وکړه ، خو لوړ پوړي چینایي ډیپلوماټ د دې ښکته کول یو هیجاني عکس العمل وباله.

په ایران کې د ښځو اعتراضونو په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو پیوستون

د ۲۰۲۳م کال د مونشن امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ، د ۱۱ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران حکومت پر ضد د ایرانو د خلکو له اعتراضونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه ۱۱ د بهرنیو چارو وزیران د المان، البانیا، اندورا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، آیسلنډ، کوسوو، لیختنشټاین، منګولیا او سلوانیا هيوادونو سره تړاو لري.

اړوند مطلب: مونشن کانفرانس: بلنکن چين ته د روسيې له ملاتړه خبرداری ورکړ

د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک له خوا ولوستل شوه، ویل شوي دي چې دوی په ایران کې د هغو زړورو نارینه او ښځو تر څنګ ولاړ دي، چې هره ورځ د خپلو حقونو د ازادۍ له پاره مبارزه کوي.

د څلور لویدیځو هېوادونو له لورې د ایران زیاتیدونکي اټومي جنجال په اړه اندیښنې

د امریکا، آلمان، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ایران اټومي پروګرام په اړه اندیښنې څرګندې کړې.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیري آنالينا بربوک او سیالانو یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینک، د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي او د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وغوښتل، چې د (JCPOA) د خبرو اترو د بیا پیلولو له پاره خپله تګلاره بدله کړي.

 د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی، د ۲۰۲۳  مونشن امنيتي کنفرانس کې
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی، د ۲۰۲۳ مونشن امنيتي کنفرانس کېانځور: David Josek/REUTERS

د څلورو لویدیځو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه «د ایران بې ثباته کوونکو فعالیتونو په اړه نږدې همغږي» به دوام ولري.

د ګډې اعلامیې له مخې، د څلورو لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله لیدنه کې، د روسیې او ایران له لوري په «یو بل سره د نظامي همکاریو پراختیا» په تړاو هم خبرې اترې وکړې.

د وزیرانو دغې ډلې په خپله اعلامیه کې دغه راز دېته هم اشاره کړي: « په ایران کښې د مظاهره کوونکو مبارزه څرګندوي، چې خلک یوازې په هغه ځای کښې امن دی، چې ښځې پکښې امن وی. دا یوازې په ایران او افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې صدق کوي.

کالاس: دا یوازې د پوتین جګړه نه ده

د تېرو کلونو په پرتله دا ځل د مونشن په امنیتي کنفرانس کې پر اوکراین د روسیې د يرغل له امله د ختیځې اروپا هیوادونو پر دریځونو او چلندونو تمرکز شوی دی. 

د استونیا صدراعظمې کایا کالاس وویل چې دا جګړه، په ټولیزه توګه، یوازې د پوتین جګړه نه ده.  هغه د روسیې خلک هم مسؤل وبلل او ټینګار یې وکړ: »دا هغه امپریالیستي خوبونه دي چې روسان یې لري.»

هغه زیاته کړه چې لوېدیځ باید «سایکل مات کړي».  د استونیا د حکومت مشر د شوروي په دوره کې د بالتیک سیمو له الحاق او د اوکراین په وړاندې جګړې ته د مسکو د پراختیا پالیسي ته اشاره کوي.

کایا کالاس (ښي اړخ ته)، د ۲۰۲۳ مونشن امنیتي کنفرانس کې د استونیا لومړی وزیر
کایا کالاس (ښي اړخ ته)، د ۲۰۲۳ مونشن امنیتي کنفرانس کې د استونیا لومړی وزیرانځور: Thomas Kienzle/AFP

که څه هم د روسیې د خلکو د اجتماعي جرم په اړه د مېرمن کالاس دغه نظر یو انفرادي فکر پاتې شو، خو په دې امنیتي کنفرانس کې د جګړې په اړه د بنسټیز چلند او د هغې د پایلو په اړه په نظرو توافق موجود و.

له دې جملې دا چې لویدیځ باید په پراخه کچه خپل ځواک او د وسلو تولید زیات کړي، دا غوښتنه د کنفرانس په تالار کې په ډیرو ویناوو کې څو ځله اوریدلي شوي.

اړوند مطلب: د مونش امنیتي کنفرانس؛ تمرکز پر اوکراین د روسي یرغل باندې دی

د بهرنیو چارو پالیسۍ له پاره د اروپا لوړ استازی جوزف بورل، د وروستۍ ورځې په وینا کې دا غوښتنه داسې را لنډه کړه: «لا هم ډیر څه باید ترسره شي. موږ باید له اوکراین سره خپلې پوځي مرستې زیاتې او چټکې کړو.»

ګډونوال په خبرو کلک وو

د ډېرو وسلو او په ګړندي ډول سپارلو له نظر سر د کنفرانس په تالار کې په ندرت سره د مخالفت غږ واوریدل شو. دا د حکومتونو او پارلمانونو د استازو او د امنیتي کارپوهانو ګډ چلند و چې د وسلو د صنعت استازو چې په دې کنفرانس کې یې حضور درلود، په کلکه وغندلو او بحث پرې وشو.

تر ټولو مهم یې د وسلو صنعت باید مهمات وړاندې کړي او بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي.  د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تیرې اونۍ د محاسبې له مخې، په لویدیځ کې د مهماتو ډیپوګانې هم په تدریجي ډول له منځه ځي.

سټولټنبرګ وویل: «په اوکراین کې هغه مهمات چې توغول کیږي، په اروپا کې اوس په کمه کچه تولیدیږي، يا مخ پر کمیدو دي.»

د اروپایي کمېسیون رئیس اورزولا فن درلاین، د ۲۰۲۳ مونشن امنیتي کنفرانس کې
د اروپایي کمېسیون رئیس اورزولا فن درلاین، د ۲۰۲۳ مونشن امنیتي کنفرانس کېانځور: Tobias Hase/dpa/picture alliance

د اروپایي اتحادیې رئیس فون درلاین، د بروکسل له مرستې خبر ورکړ: »موږ کولی شو د واکسینونو سره ورته میکانیزم وکاروو» د درملو شرکتونو ته دمخه سبسایډي ورکړل شوې وه». د وسلو د صنعت له پاره ورته مرستې اقدامات ممکن دي. هغې زیاته کړه: «موږ کولی شو د تولید لینونو پراخولو او تولید او تحویل ګړندي کولو له پاره دمخه پیسې ورکړو.

د اوکراین استازي عیجبې څرګندونې

د اوکراین حکومت د دوو غړو څرګندونې د ځینو د غوصې لامل شوې. د اوکراین صدراعظم مرستیال الکساندر کوبراکوف او د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کوليبا وویل، چې د دوی هیواد کولی شي، د یو انتخاب په توګه د کلستر او فسفري وسلو کارولو په اړه غور وکړي. دواړه ډوله وسلې د نړیوالو قوانینو له مخې منع دي او د شدید سوځیدنې او مسمومیت لامل کیږي. د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ غبرګون لنډ او پریکړه کوونکی و: «متحد ځواکونه دا ډول وسلې نه ورکوي».

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د ۲۰۲۳ مونشن امنیتي کنفرانس کې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د ۲۰۲۳ مونشن امنیتي کنفرانس کېانځور: Felix Hörhager/dpa/picture alliance

کوليبا اندېښنه و نه کړه او ویې ویل چې اوکراین د کلسټر د ماینونو د منع کولو کنوانسیون غړی نه دی. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د خپلې غوښتنې په بیانولو کې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «له حقوقي اړخه، د دې کار پر وړاندې هیڅ خنډ نشته، او کله چې موږ دوی ترلاسه کړو، موږ به یې په ځانګړې توګه د روسیې فدراسیون د وسله والو ځواکونو پر وړاندې وکاروو».

کوليبا زیاته کړه چې اوکراین داسې شواهد لري چې روسیې د کلستر توغندي کارولي دي.

DW- FZ/ NZ