1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د میرزا اولنګ د بیا نیولو له پاره عملیات پیل شوي

۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعه

د افغانستان د سرپل ولایت ځایي چارواکي وایي چې په صیاد ولسوالۍ کې له طالبانو څخه د میرزا اولنګ درې د نیولو له پاره عملیات پیل شوي. د هغوی په خبره امنیتي ځواکونه دغه ځای ته څیرمه د یو شمیر پوستو پر بیرته نیولو توانیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2i5Bm
Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پوځي عملیات پنځه ورځې وروسته له هغې پیلیږي چې د طالبانو او داعش جنګیالیو په یوه حمله کې د مرزا اولنګ تر ۵۰ زیات ملکي کسان ووژل.

په سرپل کې د پولیسو ویاند علي اکبر اندرابي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تیره شپه ۱۲ بجې زموږ عملیات پیل شول. اوسمهال دوې پوستې چې صیاد ولسوالۍ ته څیرمه پرتې وې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري نیولې شوې دي. اوس جګړه ادامه لري او پرمختګ هم ښه دی.»

دغه افغان چارواکي تایید کړې ده چې د میرزا اولنګ په جګړه کې هوايي ځواک هم مرسته کوي.

د مرزا اولنګ سیمې عام قتل د افغانانو په منځ کې کرکه او غوسه رامنځ ته کړه. ځایي چارواکو او هغو کسانو چې له پيښي ژوندي پاتې شوي ویلي دي چې د طالبانو او داعش جګړه مارو پر دغه کلي باندې د یرغل په ترڅ کې زاړه، ښځې او ماشومان یا په ډزو وژل او یا یې ترې سرونه پرې کړل.

تر دغه برید وروسته د افغانستان حکومت د پيښې د څرنګوالي د څیړلو خبر ورکړ او ولسمشر محمد اشرف غني، ژمنه وکړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به د دغه وژنې غچ اخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما، ویلي دي چې پلاوي یې د دغې پیښې څیړل پای ته رسولي دي او ډير ژر به خپلې موندنې وړاندې کړي.

Afghanistan - Freilassung - Taliban
د میرزا اولنګ ژغورل شوي اوسیدونکيانځور: Getty Images/AFP/Str

په عین وخت کې د انتقالي عدالت د همغږي کولو ډلې په وروستیو کلونو کې د وسله والو کړکیچونو په ترڅ کې د مرزا اولنګ دې وژنې پيښه بې سارې بللې ده او ویلي یې دي چې ښايي دغه جنایت د بشریت ضد جرمونو کې وشمیرل شي. په دغه ډله کې څو غیر دولتي سازمانونه شامل دي.

د صیاد ولسوالۍ یوه ستونزه د هغې د ګاونډیو سیمو کې نا امني ده. له همدې کبله ځايي خلک وایي، تر څو پورې چې د کوهستانات ولسوالی له یاغیانو پاکه نه شي، د مرزا اولنګ د سیمي امنیت ټینګول به ستونزمن وي.

د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، وایي: «موږ څو واري انديښنه څرګنده کړې ده چې د کوهستانات ولسوالي د ویرې او وحشت او د کورنیو او بهرنیو ترهګرو پر لوی مرکز اوښتې ده. سرپل ته په کافي اندازه ځواکونه رارسیدلي دي او هیله لرو چې ځواکونه نیول شوي ځایونه بیرته ونیسي.»

خو د سرپل د پولیسو ویاند وویل چې اوسمهال یوازې په صیاد ولسوالۍ کې د یاغیانو پر ضد عملیات په پام کې نیول شوي دي او د مرزا اولنګ درې تر نیول کیدو وروسته به د نورو عملیاتو په هکله تصمیم ونیول شي.

طالبانو د مرزا اولنګ ولسوالۍ تر نیولو وروسته د سیمې ګڼ شمیر ملکي کسان له ځانه سره برمته نیولي وو چې درې ورځې وروسته یې ۳۳۰ تنه آزاد کړل.