1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میرکل ۱۸ کلنه رهبري او مسیحي دیموکراتانو ته د هغې میراث

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

انګلا میرکل ۱۸ کاله د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند مشرتوب وکړ او اوس د ګوند له مشرۍ استعفاء کوي. میرکل په مسیحي دیموکراتانو کې څه بدلون راوست؟ آیا په ګوند کې به هر څه هغسې پاته شي لکه د هغي د مشرتوب پر مهال؟

https://p.dw.com/p/39dT9
Deutschland Angela Merkel vor dem CDU-Bundesparteitag
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د سیاسي علومو کارپوه اوسکار نیدرمایه، مسیحي دیموکرات ګوند CDU د ۲۰۰۰ کال په سر کې داسې تعریفوي چې دا هغه ګوند دی چې تر ډیره د نارینه تر سلطې لاندې دی، یو منځمهاله محافظه پاله ګوند دی، یو څه ستړی کوونکی، خو له څرګندو اصولو سره.

دغه گوند د حکومت ملاتړ کوونکی دی چې د لیبرال اقتصادي سیاست ته لومړيتوب ورکوي او د یوې محافظه پاله مسیحي ټولنې انځور وړاندی کوي. پر خپلو پښو ولاړCDU په هغه وخت کې له بحران سره مخامخ وو. دې ګوند په هغه وخت کې د سوسیال دیموکرات ګوند پر وړاندې له سختې ټاکنیزې ماتې څخه رنځ وړه.

لږ موده وروسته د هغه وخت صدراعظم هیلموت کول له ختیځ آلمان څخه انګلا میرکل خپلې کابينې ته راوستله. میرکل په هغه وخت کې د «کول مېدشن» یا د کول نجلې نومیدله. خو هغې د یوه سرخلاصي لیک په ترڅ کې په ګوند کې دننه د بسپني د پيسو په باب د یوې افتضاح له موضوع څخه په واټن نیولو سره ډیر ژر په اصطلاح له خپل دغه سیاسي پلار څخه ځان خلاص کړ او یوازې څو میاشتې وروسته دا پخپله د ګوند مشرۍ ته ورسیدله.

له ختیځ آلمانه د یوې پروتستانتې او طبیعي علومو د کارپوهې په توګه میرکل د هيلموت کول په ګوند کې د یوې بهرنې څیرې په توګه راڅرګنده شوه. فریدریش میرڅ چې په هغه وخت کې د میرکل پر نوماندۍ یو له انتقاد کوونکو څخه وو، نن د ګوند د مشرۍ له پاره یو له مهمو کاندیدانو څخه دی. میرڅ د هغو نارينه رقیبانو په کتار کې راځي چې ځانونه د ګوند د مشرۍ له پاره بهتره ګڼې. په دوی کې یو هم د پارلمان رئیس ولفګنګ شوېبله دی.

خو کله چې میرکل په ۲۰۰۵م کال کې د صدارت د مقام له پاره کاندیده شوه دوی ټول یې یوې څنډې ته کړل او هیڅ یو له دوی څخه ونه توانید چې له میرکل سره سیالي وکړي.

کله چې خبره د واک پر سروې هغه ډیره سختي ښکاره کوي او دباندې بیا ډیره آرامه او نرم مزاجه راڅرګندیږي.

هيلموت کول ۲۵ کاله دCDU ګوند مشري وکړه او میرکل بیا څه د پاسه ۱۸ کاله. د برلين په آزاد پوهنتون کې د سیاسي علومو کارپوه نیډمایر د یوې ویاړلي میرکل خبره کوي«نه یوازې د دې له پاره چې د ډیرې مودې له پاره د ګوند په راس کې وه، بلکې دا چې هغې د ګوند نقش برجسته او د ټولنیز او اقتصادي سیاست مسیر ته یې د کیڼ پر لور حرکت ورکړ». 

Deutschland Berlin "Dieselgipfel" im Bundeskanzleramt | Angela Merkel & Bürgermeister
انځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

په پرله پسې ډول د ګوند مشري

هغه بدلونونه چې د میرکل په وخت کې رامنځته شوي د کول په وخت کې یې هیڅ تصور نه شو کیدای. په پیل کې هغه کومه لویه مبتکره او طراحه نه ګڼل کیدله. پر میرکل تور لګول کیده چې د تصميم نیولو پر ځای ډیر وختونه زړه نا زړه وي.

وروسته روښانه شوه چې میرکل د ډیرو مهمو مسائلو په هکله بې له دې چې په ګوند کې دننه پرې بحث وشي په خاموشۍ سره پریکړه کوي. په ډیرو موضوعاتو کې هغې خپل ګوند په تلوسه کې اچولی دی. د بیلګې په توګه میرکل په ۲۰۱۰م کال کې د اقتصادي بحران پر وخت له یونان سره چې د پورونو بوج لاندې کړې وه، د مالي بستې د ورکړې پریکړه وکړه. د يورو پولي واحد او د اروپا پیوستون او یووالی د دې له پاره مهمه موضوع وه. 

په ۲۰۱۱م کال کې په جاپان کې د فوکو شیما د اټومي بټۍ تر ویجاړونکي پيښې وروسته آلمان د خپل اټومي پروګرام د بندولو پریکړه وکړه. په ۲۰۱۳م کال کې هغې د دوه ګوني تابعیت چې د سور- زرغون ائتلاف له خوا وړاندیز شوی وو مخالفت وکړ او په ۲۰۱۷م کال کې یې د خپل ګوند د پریکړې په مقابل کې د دوګوني تابعیت دفاع وکړه.

میرکل په دې باور وه چې د آلمان څو کلتوري ټولنې ماته خوړلې ده. خو په ۲۰۱۵ م کال کې میرکل د مهاجرت د بحران په وخت کې له دې جملې سره مشهوره شوه چې «موږ یې له عهدې وتلی شو» یعنې کولی شي چې د اروپا پر لور د مهاجرو د راتګ موج ته ځواب ووایو.

د پناه غوښتونکو پر مخ د سرحدونو خلاصول تر نن ورځې پورې په دې ګوند کې د درځ رامنځته کیدو سبب شو.

۲۰۱۷: میرکل له پخوا نه د همجنسبازانو د واده مخالفه وه، خو تر پارلماني ټاکنو لږ مخکې یې په ۲۰۱۷ م کال کې د همجنسبازانو د واده په هکله رای اچونې ته لاره پرانیسته او «واده د ټولو له پاره» تر عنوان لاندې قانون تصویب شو.

USA Begräbnis George H.W. Bush Senior l Trauergemeinde - Angela Merkel und Dan Quayle
انځور: Reuters/K. Lamarque

 نوي موضوعات او نوي دریځونه

میرکل د ګوند د مشرې په توګه مسیحي دیموکرات ګوند له سیاسي پلوه منځلارې حالت ته راوست او له دې څخه یې تر یوې اندازې په خپله ګټه استفاده وکړه. هغه مختلف موضوعات چې په عنعنوي شکل د سوسیال دیموکرات (SPD) او زرغون ګوندونه ترې ملاتړ کوي د میرکل له خوا مطرح او دا موضوعات یې په غیر منتظره ډول د خپل ګوند په اجنډاء کې شامل کړل. ښه بیلګه یې د فاميلي سیاست له موضوع څخه یادونه کولی شو.

د میرکل په رهبرۍ کې د «مور- پلار د پيسو حق، هغه مرسته چې د ماشوم له پاره مور- پلار ته ورکول کیږي او ماشومانو ته په وړکتون کې د ځای پیدا کیدو حق تضمين شو. همدا بدلونونه وو چې د میرکل ګوند د ۲۰۱۳ م کال په پارلماني ټاکنو کې ۴۰ سلنه رایې ترلاسه کړې. هغه څه چې په اوس وخت کې د مسیحي دیموکرات ګوند له پاره د تصور وړ نه دی. میرکل همدارنګه وتوانیدله چې د چاپيریال ساتنې او ټولنیزو مساېلو په اړه د محافظه پالو تر منځ امتیاز ترلاسه کړي.

د مسیحي دیموکرات ګوند ترمنځ د مهاجرت سیاست په برخه کې پراخ اختلافات رامنځته شول. په داسې حال کې چې د ګوند ډیرو غړو د مهاجرو د راتګ له پاره په کال کې د یوې نهایې اندازې د تعینولو غوښتنه کوله، میرکل له دوی سره مخالفت وکړ. اوسکار نیدرمایر په دې هکله وایې «میرکل په دې برخه کې خپل نظر درلود او هغې به د ټولو ستونزو او شدیدو انتقادونو سربیره له هغې څخه دفاع کوله».

دا نظر د دې سبب شو چې د مسیحي دیموکرات ګوند د ۲۰۱۷ م کال په ټاکنو کې خپلې ډیرې رایې له لاسه ورکړي. د ګوند له مشرۍ څخه د میرکل د استعفاء علت بالاخره د مهاجرت شخړیز سیاست ته بیرته ورګرځي.

نن ټول هغه سیاستوال چې غواړي د مسیحي دیموکرات ګوند مشرۍ ته ورسیږي د میرکل له دې سیاست څخه فاصله نيسي.

Bundeskabinett
انځور: picture-alliance/Eventpress Golejewski

د سیاسي چارو کارپوه ورنر پاتسلت، چې پخپله هم د مسیحي دیموکرات ګوند غړی دی وایې: «د میرکل دوره دCDU  ګوند له پاره یو ډیر ښه وخت وو.» نوموړی زیاتوي: خو دا روښانه دوره هغه وخت په تیرو بدله شوه کله چې میرکل ونه توانیدله د خپل ګوند له پاره یو لوی خطر چې د «آلمان له پاره د بديل ګوند» AfD را څرګندیدل، په سم وخت تشخيص کړي. 

د ګوند خلاص کلتور

دری نوماندان د مسیحي دیموکرات ګوند د رهبرۍ له پاره سیالي کوي. نورو هم جرئت پیدا کړی دی چې پر میرکل نیوکه وکړي. دا یوه نوې خبره او د مسیحي  دیموکراتانو ترمنځ یو نوی بدلون دی. هلموت کول حتی په ۱۹۹۸ م کال کې د آلمان د صدارت له پاره پخپله خپله نوماندي اعلان کړې وه. دغه ګوند اوس تر پخوا ډیر آزاد و متنوع دی او په اوس وخت کې په مسیحي دیموکرات ګوند کې له محافظه پاله او روښانه دریځ سره لیوالتیا ډیره ده. 

خو اوسکار نیدرمایر، وایې چې «مهمه نه ده چې د میرکل ځای څوک نیسي، خو وخت به بیرته ستون نه شي». د سیاسي علومو دغه کارپوه تیر وخت ته بیرته ورګرځیدل په بشپړ ډول ناممکنه بولي.

نوموړی زیاتوي چې هیڅ څوک هم دا کار نه غواړي، خو پوښتنه دا ده چې آیا دغه مسیر همداسې ادامه پيدا کوي او که اصلاح کیږي. خو په هر حال په ګوند کې اکثریت ته په کتلو سره داسې نه معلومیږي چې دوی دې د هلموت کول دورې ته د بیرته ورګرځیدو غوښتونکي اوسي.