1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

د ناټو د سترو پوځي تمریناتو ېوې برخې ته چمتووالی

۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبه

د ناټو سازمان شاوخوا ۲۰زره عسکر د دغه تړون د سترو پوځي تمریناتو د ېوې برخې د ترسره کولو له پاره د پولند تر ټولو اوږد سیند، ویستولا، څخه تېريږي. دا له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د متحدینو تر ټولو ستر تمرینات دي.

https://p.dw.com/p/4d8rZ
د آرشیف انځور - په لیتوانیا کې امریکا متحده ایالاتو چینوک چورلکې د ۲۰۲۲م کال د مارچ په لومړۍ د ناټو د اروپا مدافعینو پوځي تمریناتو پر مهال
د آرشیف انځور - په لیتوانیا کې امریکا متحده ایالاتو چینوک چورلکې د ۲۰۲۲م کال د مارچ په لومړۍ د ناټو د اروپا مدافعینو پوځي تمریناتو پر مهالانځور: Paulius Peleckis/Getty Images

د ناټو د ډراګان ۲۴ په نوم دغو پوځي تمریناتو کې د دغه سازمان د نهو غړو هیوادونو عسکر شامل دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه مانورونه به د کورزنیوو ښارګوټي ته نژدې ترسره کيږي. دغه ښارګوټی د پولند په شمال کې ساحلي ښار ګدانسک په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی. وارسا وايي د دغو پوځي مانورنو شاوخوا ۱۵زره ګډونوال به له پولنډ څخه وي.

د پولند وسله والو ځواکونو ويلي دي چې ځواکونه به له ويستولا سيند څخه د اوبو پر سطحه اچول شوي موقتي پله باندې تېريږي چې په دې سره به د ځمکې، سیند، هوا او سايبري ځواکونو وړتیاوې وآزمویل شي چې د یو ستر پوځي بحران پر وخت څرنګه کولی شي په ګډه کار وکړي.

پولندي ځواکونه د ۲۰۲۲م کال د اروپا مدافعانو د پوځي تمریناتو پر مهال
پولندي ځواکونه د ۲۰۲۲م کال د اروپا مدافعانو د پوځي تمریناتو پر مهالانځور: KACPER PEMPEL/REUTERS

ویستولای سیند د پولند له جنوبي غرونو سرچینه اغلي چې له ګڼو ښارونو څخه په تېرېدو په شمال کې تر بالتیک بحيرې پورې بهیږي.

په عین حال کې د اروپايي چارواکو له خوا د روسيې په تړاو مخ ډېرېدونکي توګه خبرداري هم موجود دي. دوی وايي روسيه به ښايي په راتلونکو څو کلونو کې دې ته چمتو شي چې په ځينو برخو کې د ناټو د متحدینو همغږۍ تیست کړي.

په غربي متحدینو کې د جګړې له پاره د چمتووالي بحثونه د تېرو څه باندې دوو کلونو په جریان کې يا پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل راوروسته، ډير شوي دي.

پولند د اوکراین د تر ټولو مهمو ملاتړکوونکو څخه یو دی او د جګړې له پېل راوروسته ېې شاوخوا یو ميلیون اوکرایني مهاجرو ته ځای ورکړی دی. پولند همدارنګه په دغه جګړه کې د لويديځ د پوځي همکاريو د یو مرکز په توګه فعالیت کوي.

د اروپايي اتحادیې او ناټو سازمان دغه غړی، د خپل جغرافیایي موقعیت له لحاظه د روسيې له لوري د یو ځانګړي ګواښ احساس کوي. اکثره پولندیان اندېښنه ښيي چې دوی به هم یوه ورځ د اوکراینیانو په څېر له يو برخلیک سره مخ شي.

د آرشیف انځور - د ناټو د ۲۰۱۶م کال اناکونډا ۱۶ پوځي تمرینات، ځواکونه د پولند د ویستولا سیند څخه د پورېتو پر مهال ښکاري
د آرشیف انځور - د ناټو د ۲۰۱۶م کال اناکونډا ۱۶ پوځي تمرینات، ځواکونه د پولند د ویستولا سیند څخه د پورېتو پر مهال ښکاري انځور: picture-alliance/dpa/T. Zmijewski

پولند په وروستیو کې د خپلو وسلو او پوځي سیستم پر عصري کولو درنه پانګونه کړې او د خپلو داخلي ناخالصو تولیداتو شاوخوا ۴ سلنه برخه ېې دفاعي برخې ته وقف کړې ده.

د اوکراین لومړي وزير دونالد توسک په ورستیو کې وويل چې د لويديځ پر وړاندې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښونو ته باید په «مرګوني شديده» توګه وکتل شي.

ډراګان۲۴، د ناټو سازمان د ستیدفیست دفندر (Steadfast Defender) یا ثابت قدمه مدافع سترو پوځي تمریناتو یوه برخه ده چې حاضر دمه د دغه سازمان په شرقي ساحه کې عملي کيږي. ستیدفیست دیفندر د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د متحدینو تر ټولو ستر پوځي تمرینات دي چې ترسره کیږي. 

(dpa) mks/nz

له آرشیف څخه: