1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د ۷۵مې کلیزه کې د امریکا او اروپا پر یووالي ټینګار

۱۴۰۳ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي د دغه پوځي اتحاد د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې امریکا او اروپا د امنیت په برخه کې یو بل ته اړتیا لري. په غونډه کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین پر ملاتړ ټینګار وشو.

https://p.dw.com/p/4eQmW
Belgien Brüssel | NATO wird 75 Jahre | Ein Kuchen zur Feier des Tages
د اتلانتیک دواړو غاړو ته د دې سیاسي - نظامي تړون بنسټ ایښودونکی سند د ۱۹۴۹ کال د اپریل په ۴ په واشنګټن کې لاسلیک شو.انځور: Geert Vanden Wijngaert/AP/picture alliance


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دغه پوځي اتحاد د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې وویل چې اروپا د خپل امنیت لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته اړتیا لري او په خبره یې چې همدا راز امریکا، اروپا او اروپایی متحدینو ته هم اړتیا لري.

سټولټنبرګ وویل: «زه په  یوازې امریکا باور نه لرم، لکه څنګه چې یوازې په اروپا باور نه لرم. زه په ناټو کې په امریکا او اروپا په ګډه باور لرم، ځکه چې موږ یوځای پیاوړي او خوندي یو.»

ظاهراً د سټولټنبرګ څرګندونې دا اندېښنه څرګندوي چې که ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې واک ته ورسېږي، ښايي له دغه لویدیځ پوځي اتحاد سره د امریکا ملاتړ کم کړي. ټرمپ په وار وار پر ناټو نیوکه کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: ناټو د اروپا د امنیت مرکز دی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د ناټو د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت وویل چې دغه تړون د اروپا لپاره د «امنیت مرکزي لنګر» دی.

بر بیربوک د آلمان دویچلندفونک «Deutschlandfunk» راډیو ته وویل چې د اوکراین پر ضد د روسیې یرغل په اروپا کې سولې ته تر ټولو ستر ګواښ دی.

هغې له اوکراینه د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه او دا یې د آزادۍ او ډیموکراسۍ د دفاع یوازینۍ لار وبلله.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې دا هم وویل چې هغه د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د وړاندیز ملاتړ کوي چې له اوکراین سره مرستې باید د د دغه اتحاد له خوا په مرکزي توګه همغږي شي او زیاته یې کړه چې د دې ملاتړ لپاره دایمي او باوري جوړښتونه اړین دي.

ناټو خپله ۷۵مه کلیزه ولمانځله

په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ د دغه تړون د جوړېدو ۷۵مه کلیزه ولمانځل شوه.

د اتلانتیک دواړو غاړو ته د دې سیاسي - نظامي تړون بنسټ ایښودونکی سند د ۱۹۴۹ کال د اپریل په ۴ په واشنګټن کې لاسلیک شو.

NATO Jubiläum 75 Jahre
اوس ۷۵ کاله وروسته دغه تړون ۳۲ غړي لري.انځور: Janine Schmitz/photothek/IMAGO

ناټو د لویدیځې اروپا په وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي ګواښ د زیاتیدونکي ویرې په ځواب کې د شمالي امریکا او اروپا له ۱۲ غړو هیوادونو سره جوړ شو.

اوس ۷۵ کاله وروسته دغه تړون ۳۲ غړي لري. د دغه سازمان نوي غړي فنلنډ او سویډن دي، چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له ناټو سره یوځای شول.

د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور؛ د لارې کومه برخه غلطه وه؟

awa/maf /zn/kh h(Reuters, dpa)