1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو عمومي منشي په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، د سه شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید. پلان شوې ده چې هغه به په دې سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه وي رئیس عبدالله عبدالله، سره وویني.

https://p.dw.com/p/37iJD
Polen Nato-Gipfel in Warschau - Jens Stoltenberg & Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/J. Skarzynski

په بروکسل کې د ناټو له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې ستولتنبرګ به په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال اوستین سکات میلر، سره هم وویني.

د ناټو تر ټولو لوړپوړی چارواکی په یوه داسې حساس وخت کې افغانستان ته سفر کوي، چې د دې هیواد امنیتي ځواکونه په مخ په ډیریدونکي ډول د طالب یاغیانو تر فشار لاندې دي. پوځي سرچیني وایي چې له طالبانو او نورو یاغي ‌ډلو سره په جګړه کې هره ورځ په افغانستان کې په اوسط ډول ۳۵ افغان پولیس او سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له بلې خوا په وروستیو وختونو کې پر بهرنیو ځواکونو باندې هم «دوست دښمن» بریدونه ډیر شوي دي چې په ترڅ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو یو غړي پر بهرنیو قواوو باندې برید کوي. د تیرې شنبې په ورځ دغه شان یوه برید یو امریکایي پوځي وواژه.

درې اوونۍ وړاندې هم یوه افغان سرتیري په کندهار کې د لوړپوړو چارواکو په یوه غونډه کې برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ولایت د پولیسو قوماندان جنرال رازق ووژل شو. د برید په سیمه کې د ناټو ځواکونو قوماندان هم موجود وو، خو هغه نه وو ژوبل شوی.