1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو لخوا د جوړې شوې پوځي ډلې فعالیتونه دوام لري

۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

ناټو د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په شمال کې یوه پوځې ډله خپل کار ته دوام ورکوي، خو فعالیتونه یې تر بررسۍ لاندې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له ناټو څخه یې د دغې ډلې د له منځه وړلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/13aTE
کرزي تل له ناټو څخه غوښتې چې د افغان حکومت تر څنګ موازي قواوې جوړې نه کړي
کرزي تل له ناټو څخه غوښتې چې د افغان حکومت تر څنګ موازي قواوې جوړې نه کړيانځور: AP

دغه پوځې ډله د بحرانی تاسیساتو د ساتنې د پروګرام «CIP» په نوم یادیږي چې له ۱۵۰۰ سرتیرو څخه جوړه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یوه خبر پاڼه خپره کړه چې په کې ویل شوي ول چې افغان حکومت د ناټو له عمومي قوماندان، جنرال جان الین، څخه غوښتې ترڅو دغه پروګرام له منځه یوسي. د خبر پاڼې په حواله افغان حکومت وروسته له هغې په دغه کار لاس پورې کړ چې محلي اوسیدونکو د CIP له ځواکونو څخه شکایت وکړ.

د افغان ولسمشر ویاند، ایمل فیضي، د سه شنبې په ورځ وویل چې د CIP پروګرام یو له هغو پروګرامونو څخه دی چې ولسمشر کرزي یې تل مخالفت کوي. د هغه په خبره دغه شان ګروپونه د ناټو لخوا پرته له دې چې افغان حکومت په جریان کې پریږدي جوړیږي.

د فیضي په حواله ولسمشر کرزی د لومړي ځل لپاره له یوي آلمانۍ رسنې سره په مرکه کې د دغه پروګرام په اړه معلومات تر لاسه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو وایي د CIP پروګرام یې تر بررسۍ لاندې نیولی دی. د افغانستان په شمال کې د دغو ځواکونو یوې ویاندې ویلي دي چې د CIP د پروګرام د سرتیرو عملیات به دوام ولري خو دغه ډله به په عینې وخت کې تر بررسۍ لاندې وي.

د ایساف دغې ویاندې رسنیو ته په خپل بریښینا لیک کې ویلي دي چې تر اوسه له هغوې څخه نه دي غوښتل شوي چې د CIP پروګرام له منځه یوسي. هغې زیاته کړې چې ایساف یوازې هر درې میاشتې وروسته د CIP د پروګرام فعالیتونه څیړي. د ناټو دغه ویانده ادعا کوي چې د CIP سرتیرې د افغان ولسوالانو تر څار لاندې خپل کارونه پر مخ بیایي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، وایي افغان حکومت د دغه پروګرام په وړاندې خپل موقف روښانه کړی او غواړي چې د دغې ډلې فعالیتونه ودرول شي.

کرزي تل د نړیوالو ځواکونو څخه غوښتې چې د افغان ځواکونو ترڅنګ د نورو موازي قواوو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

اوس مهال په افغانستان کې څه نا څه ۱۳۰۰۰۰ بهرني سرتیرې میشت دي چې د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له دغه هیواد څخه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه کواښ کوي چې کله نا کله افغان امنیتي ځواکونه په دغه هیواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم