1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو پر تعلیم او کار بنديز؛ د کم‌عمره نجونو ودونه ډېر شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۳, سه‌شنبه

که څه هم افغانستان کې د نجونو د کم‌عمر ودونه اوږده مخينه لري، خو د راپورونو له مخې د طالبانو په راتګ سره ځکه دغه شمېر کې زياتوالی راغلي، چې پر افغان نجونو او ښځو محدوديتونه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

https://p.dw.com/p/4T7SW
Afghanistan - Widerstandsrat I Kabul
انځور: Ali Khara/File Photo/REUTERS

په کم عمر کې د افغان نجونو ودونو لاملونه، ناوړه دود او کلتور، بې سوادي او له اسلامي او عصري علومو لېرې والی ښودل کېږي. په ورته وخت کې طالبان بيا وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ وړاندې واده کېږي. د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې د موندنو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ کال کې ۳۸.۹ سلنه افغانې نجونې چې ۱۸ کلنۍ ته نوې رسېدلي، متاهلې شوي دي.

د دغې ادارې په وينا، هرات او هلمند ولايتونو کې کم‌عمره ودونه ۵۲.۲ سلنه او کابل کې ۲۷.۶ سلنه دي او له ۲۰ تر ۲۹ کلنو ښځو کې ۹.۶ سلنه یې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.

۱۸ کلنه شهناز چې اصلا د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ ده، وايي "۱۴ کلنه وم، چې کابل کې د يوې کورنۍ د ۳۳ کلن ځوان په نوم واده شوم".يونيسف: هرکال ۱۲ ميليونه ماشومان اجباري وديږي

شهناز چې اوس له ګډه ژونده د دوو لوڼو او يو زوی خاونده ده، له دويچه ويله سره يې په خبرو کې وويل: «که څه هم اوس له خپل ژونده راضي يم، خاوند مې ښه سړی دی او خُسرګنۍ مې هم درنه کورنۍ ده، خو ما نه غوښتل چې په دومره کم عمر کې واده شم.»

په کم عمر کې د افغان نجونو ودونو لاملونه، ناوړه دود او کلتور، بې سوادي او له اسلامي او عصري علومو لېرې والی ښودل کېږي.
په کم عمر کې د افغان نجونو ودونو لاملونه، ناوړه دود او کلتور، بې سوادي او له اسلامي او عصري علومو لېرې والی ښودل کېږي.انځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

شهناز زياتوي: «په ۱۴ کلنۍ کې په واده کېدو سره د زده‌کړو له پاره مې هيلې مړې شوې او اوس د اولادونو او کور کارونو له امله نه شم کولای خپلې زده‌کړې تعقيب کړم.»

له بل پلوه ديني عالمان هم په کم عمر کې د نجونو ودول د شريعت خلاف بولي او وايي، د اسلامي اساساتو له مخې يوه پېغله حق لري چې د خپل ژوند په ټاکلو خپل نظر او اند وړاندې کړي.

د ديني علومو يو افغان متخصص چې اوس په اسلام‌ آباد کې ژوند کوي، د نوم نه څرګندولو په شرط دويچه ويله ته وويل: »دا يې هيله ده، چې يوه ورځ په کم عمر کې د افغان نجونو د ودېدو په تړاو هېڅ خبر وانه وري.»

د هغه په وينا: «د طالبانو په بيا راتګ سره پر افغان نجونو او ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې محدوديتونه ډېر شوي او په خواشينۍ سره چې دې چارې د کم‌عمره نجونو د ودونو پر ډېروالي هم اغېز کړی دی.»

د ديني علومو دغه افغان متخصص زياته کړه: «طالبانو چې اوس د زده‌کړو په برخو کې پر نجونو او ښځو بندیزونه او محدوديتونه وضع کړي، له ديني اړخه ورته کره او څرګند دليل نه لري، ځکه خو يې په اړه جزئيات خلکو سره نه شريکوي.»

د کم‌عمره افغان نجونو د ودونو په شمېر کې د زياتوالي خبره داسې مهال کېږي، چې دمګړی په افغانستان کې نجونې منځنيو ښوونځيو، ښوونيزو مرکزونو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او له محرم پرته پارکونو او لوبغالو تګ راتګ هم نه شي کولای.

ع.پ / خ. ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie