1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د ننګرهار د برید پړه داعش منلې ده

۱۳۹۷ اسفند ۱۶, پنجشنبه

د اسلامي دولت په نوم ترهګرې ډلې یا داعش د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د هغه برید مسوولیت ومانه چې په پایله کې یې ۱۶ کسان ووژل شول. دغه ډله وخت نا وخته د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې بریدونه ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/3EaKA
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د پنجشنبې په ورځ وسلوالو کسانو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې پر یوه ساختماني شرکت باندې برید وکړ. د ځايي چارواکو په خبره په دې پیښه کې بریدګرو د ساختماني شرکت ۱۶ کارکوونکي وژلی دي.

پیښه د ننګرهار ولایت هوايي ډګر ته څیرمه د چهارشنبې په ورځ سهار وختې رامنځ ته شوه. بریدګرو لومړی چاودنه وکړه او بیا یې د شرکت پر ودانۍ باندې وسلوال برید وکړ. تر یوه ساعت وسلوالې نښتې وروسته بیا امریکایي ځواکونو د ځايي قواوو مرستې ته ورودانګل.

د ننګرهار ځايي چارواکو ویلي دي چې په پیښه کې د ۱۶ کسانو پر وژل کیدو سربیره نهه تنه ټپیان شوي هم دي.