1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکي اعلان شول

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د نوبل د سولې سږنۍ جایزه د بشري حقونو اوکرایني او روسي سازمانونو او همداشان د بېلا روس د بشري حقونو فعال الس بیالیاتسکې ته ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4Htd3
Weißrussland Ales Bialiatski
الس بیلیاتڅکيانځور: Fucarin/Fotogramma/ROPI/picture alliance

د سپېنې روسیې یا بېلا روس د بشري حقونو فعال الس بیلیاتڅکي، د بشري حقونو روسي سازمان میموریل او همداشان د بشري حقونو اوکراینی «سینټر فور سېول لېبرټریز» یا د مدني آزادیو له پاره مرکز نومې سازمان د نوبل د سولې جایزه ګټلې ده. 
د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ دغه اعلان په اوسلو کې وکړ. د یادې کمېټې په وینا د بشري حقونو، دیموکراسۍ او په ګډه د سوله ایز ژوند له پاره هلې ځلې کوونکو درو برجسته اتلانو دغه جایزه ګټلې ده. 
د نوبل کمېټې له لورې ویل شوي دي چې د دغه جایزې ګټونکې په خپلو خپلو هیوادونو کې د مدنې ټولنې استازولي کوي. زیاته شوې ده چې هغوی څو کلونه پر واکمنو د انتقاد د حق څخه دفاع او د اتباعو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو له پاره مبارزه کړې ده. 
د نوبل کمېټې مشر بیرت رایسس اندرسن، ویلي دي: «هغوی د جنګي جرمونو، د بشري حقونو څخه د سرغړونو او له واک څخه ناوړه استفاده په برجسته توګه مستند کړي دي.»