1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي زیلنډ د قربانیانو په یاد دوې دقیقې چوپتیا

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

د غم په مراسمو کي ټوله هیواد سره متحد سوی دی: دکرایسټ چرچ ښار پر دوو مسجدونو باندي تر تبعیضي حملې دقیقأ یوه اوونئ وروسته د نوي زیلنډ وگړو د۵۰ قربانیانو یاد وکړ،

https://p.dw.com/p/3FUb1
Neuseeland Trauer in Hagley Park, Christchurch | Premierministerin Jacinda Ardern
انځور: Reuters/J. Silva

د نوي زیلنډ پر وخت د غرمې يوه بجه او ۳۲ دقیقو څخه تر يوې بجې او ۳۴ دقیقو پوري چوپه چوپتیا وه. په دوې دقیقې چوپتیا سره هغوی د کرایسټ چرچ ښار د قربانیانو یاد تازه کړ.

یوه اوونۍ مخکي تقریباً په همدغه وخت کي ددغه ښار پر دوو مسجدونو باندي حمله وسوه. ډیرو نوي زیلنډیانو له مسلمانانو سره د همدردۍ ښکاره کولو په خاطر پوړني پر سر کړي ول. د مختلفو مسجدونو پر شاوخوا باندي خلگو حلقې راگرزولي وې.

 

د النور مسجد مخته د غم او وير مراسم، چي د یوه روحاني په اذان سره پیل سوه ، په راډیو او ټلویزون کي په ژوندۍ بڼه خپاره سول. د نوي زیلنډ د تقریبأ پنځه ميلیونو اوسیدونکو له جملې څخه تقریبأ ۵۰۰۰۰ یې مسلمانان دي. د غم په مراسمو کي صدراعظمه جسیندا اردرن هم شامله وه، چي هغې هم تور پوړنی پر سر کړی وو. هغې مسلمانانو ته په خطاب کي وویل:«نوی زیلنډ ستاسي سره په غم کي شریک دی. موږ ټوله یو يوو».

Neuseeland Schweigeminute in Hagley Park, Christchurch
انځور: Getty Images/AFP/W. West

«دا باید خاتمه پیدا کړي»

د مراسمو پر مهال مسلمان روحاني، جمال فوده له صدراعظمي څخه په دغو الفاظو سره مننه وکړه: «مننه ستاسو له کلماتو او ژړا څخه. مننه چي تاسي په یوه عادي پوړني سره موږ ته افتخار را په برخه کړ.»

خو جمال ددې څخه هم خبرداری ورکړ، چي دغه حمله په یوه شپه نه ده چمتو سوې. دا د ځینو سیاسي رهبرانو، رسنیو او نورو کسانو د اسلام ضد الفاظو د استعمال او تبلیغاتو نتیجه ده.» د «سپین پوستو د برترۍ» تبعیضي تیوري د ټوله بشریت له پاره یو لوی خطر دی. او دا باید خاتمه پیدا کړي.»

Frauen beten in der Sehitlik-Moschee in Berlin
انځور: Getty Images/O. Messinger

په کرایسټ چرچ  ښار کي د وير د مراسمو امنیت په سونو پوليسو نیولی و. پرون پنجشنبه د پاسفیک دغه هیواد اعلان وکړ چي هغه نیم اتوماتیک ماشیندار چي شکمن مجرم استعمال کړی ول، سمدلاسه منع دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 29.11.2017)