1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نوي کال په ورځ ۳۹۰ زره ماشومان زېږېدلي»

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

د مځکي پر کورې د انسانانو نفوس پر زياتېدو دی. د يونيسېف د اټکل له مخي د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ۳۹۰ زره ماشومان زېږېدلي دي. د هغو اکثريت په شاته پاته هيوادونه کي سترګي خلاصي کړي.

https://p.dw.com/p/2qB2l
Symbolbild Unterernährung bei Kleinkindern
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry

د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسېف ويلي چي د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ تقريبا ۳۹۰ زره ماشومان زېږېدلي دي. دغه سازمان په نيويارک کي ويلي دي چي له ياد شمېر ماشومانو څخه نيمايي برخه يې په ۹ هيوادونو کي نړۍ ته سترګي پرانيستلي. د دوی د اټکل له مخي په هند کي په دغه ورځ ۶۹۰۷۰، په چين کي ۴۴۷۶۰، په نايجيريا کي ۲۰۲۱۰، په پاکستان کي ۱۴۹۱۰، په اندونيزيا کي ۱۳۳۷۰، په امريکا متحدو ايالاتو کي ۱۱۲۸۰، د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کي ۹۴۰۰، په ايتوپيا کي ۹۰۲۰ او په بنګله دېش کي ۸۳۷۰ ماشومان زېږېدلي دي.

د ماشومانو د زېږېدنې په تړاو دغه ارقام د ملګرو ملتونو له هغه راپور څخه اخيستل سوي چي پکښي د نړۍ د نفوس په تړاو اټکلونه سوي دي. «د نړۍ د نفوس په تړاو اټکلونه ۲۰۱۷» په نوم دغه راپور د ياد سازمان له کلنيو راپورونو څخه يو دی.

دوه ميلیونه نوي زېږېدلي ماشومان به مړه سي

يونيسيف سازمان ويلي دي چي که څه هم چي يو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان به ژوندي پاته سي، خو يو شمېر به يې تر يوې ورځي زيات ژوندي و نه لري. د ۲۰۱۶م کال د يو راپور له مخي په نړۍ کي هره ورځ ۲۶۰۰ ماشومان تر زېږېدو وروسته په لومړيو ۲۴ ساعتونو کي بېرته ژوند له لاسه ورکوي. د دغه سازمان په وينا د تقريبا دوو ميليونو زېږېدلو ماشومانو له پاره د ژوند لومړۍ اونۍ د هغوی د ژوند وروستۍ اونۍ هم وه.

د دغه راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال ۲،۶ ميليونو ماشومانو تر دې دمخه چي د خپل ژوند لومړۍ مياشت يې پوره کړې وي، خپل ژوند له لاسه ورکړ. د يونيسيف په وينا د دغو پيښو (مړينو) ۸۰ سلنه يې داسي وې چي مخنيوی يې ممکن وو. د دغه سازمان په وينا د دغو مړينو لاملونه تر وخت مخکي نړۍ ته راتلل، د زېږېدنې پر وخت د پېچلتياؤ رامنځ ته کېدل، په ميکروبونو اخته کېدل او د سږي زخمي کېدل ول.

يونيسېف ويلي چي د ۲۰۱۸م کال له پاره يې هڅه دا ده چي «هر ماشوم ته تر يو ساعت زیات، تر يوې ورځي زيات او تر يوې مياشتي زيات صرف د ژوندي پاتېدو چانس پيدا کړل سي.» د يونيسېف د روغتيايي چارو کارپوه سټېفن پېټرسن په نړۍ کي پر حکومتونو ږغ کړی دی چي د ميليونونو ماشومانو د ژوند د ژغورنې په مبارزه کي له يونيسيف سره مرسته او د دغه سازمان ملاتړ وکړي.

زموږ له آرشيف څخه (02.04.2017):