1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو ستر دفاعي ائتلاف «ناټو» په اړه معلومات

۱۳۹۸ فروردین ۱۴, چهارشنبه

ناټو ائتلاف چې۷۰ کاله تر مخه د شوروي اتحاد د يرغل د گواښ په مقابل کې د دفاع په موخه جوړ شوی وو، د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ائتلاف دی. په ناټو کې ۲۹ اروپايي او د شمالي امريکا هيوادونه غړيتوب لري.

https://p.dw.com/p/3G85c
NATO-Flagge
انځور: DW/B. Riegert

د ناټو مقر د بيلجيم په پلازمېنه بروکسل کې دی. دا ائتلاف د سړې جگړې پر وخت رامنځته شو، خو بيا یې د نوي دور د ننگونو، د مثال په توگه ترهگرۍ پر ضد مبارزه پر غاړه واخيسته.

د شمالي اتلانتيک دفاعي تړون يا ناټو د ۱۹۴۹م کال د اپريل پر څلورمه نيټه د هغو دولسو هيوادونو له خوا جوړ شو چې د شوروي له خوا یې د پوځي زور له لاري په ټوله نړۍ کې د کمونيزم د خپرولو په اړه انديښنه درولودله.

په واشنگټن کې د بيلجيم، بريتانيا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، آيسلند، ايتاليا، لوگزامبورگ، هالند، ناروې، پرتگال او امريکا متحده ايالاتو له خوا لاسليک شوی تړون وايي چې دوی د «دفاع په موخه يوځای شوي دي.»

د تړون مرکزي پنځمه ماده وايي چې «په اروپا او يا شمالي امريکا کې د دوی د يوه يا ډېرو هيوادونو پر ضد پوځي بريد ته به د ټولو پر ضد د بريد په توگه کتل کيږي.»

زياته شوې ده چې نور غړي هيوادونه به په داسې يوه «وضعيت کې په هغه څه لاس پورې کوي چې اړتيا يې ليدل کيږي چې په هغه کې به د پوځي ځواک استعمال هم شامل وي.»

د دغه ائتلاف تر جوړيدو وروسته وار د واره د ناټو د غړيو شمير زياتيدی او ترکيې او يونان (۱۹۵۲م کال)، آلمان (۱۹۵۵م کال) او هسپانيا (۱۹۸۲م کال) هم د دې ائتلاف غړيتوب ترلاسه کړ.

خو کله چې په۱۹۹۱م کال کې پخوانی شوروي اتحاد پر څو برخو وويشل شو، دا ائتلاف هم له نوو چلينجونو سره مخامخ شو.

لومړی ماموريت

 پخپل لومړي پوځي ماموريت کې ناټو په ۱۹۹۴م کال کې امريکايي جټ الوتکې بوسنيا ته وليږلې څو هلته د صربانو له خوا د هوايي بريدونو مخه ونيسي. امريکايي الوتکو د صربانو څلور الوتکې را اچولې وې.

په ۱۹۹۵م کال کې د ناټو سوله ساتی ځواک د ستر ماموريت له پاره بوسنيا هرزيگوينا ته وليږدول شو.

په ۱۹۹۹م کال کې ناټو ځواکونو د صربانو پر ضد د هوايي بمبار ۷۸ ورځني عمليات پېل کړل څو په کوسوو کې چې هغه وخت د صربستان برخه وه، خونړي عمليات ودروي.

صربي ځواکونه له کوسوو ووتل او دا سيمه د ملگرو ملتونو تر مديريت لاندې راغله. د امنيت د تامينولو په موخه ۴۰ زره ائتلافي ځواکونه هلته وليږدول شول. په ۱۹۹۹م کال کې چک جمهوريت، هنگري او پولند په دې ائتلاف کې شامل شول. دا لومړي پخواني کمونيست هيوادونه ول چې د دې ائتلاف برخه شول.

د«يو له ټولو له پاره او ټول د يوه له پاره» شعار پر امريکا متحدو ايالاتو د ۲۰۰۱م کال د سبتمبر تر ۱۱ نيټې بريدونو وروسته ورکړل شو.

دا ائتلاف په ۲۰۰۳م کال کې د امريکا د «ترهگرۍ پر ضد جگړه» کې په افغانستان کې د «نړيوال سوله ساتي ځواک» يا ايساف د مشرتوب په پر غاړه اخيستو سره په دې ماموريت کې شامل شو، څو د القاعدې او نورو ترهگرو وسله والو ځالې له منځه یوسي.  

د ناټو د لمن پراخيدل

د اروپايي ټولنې د لمن په پراخيدو سره د ناټو ائتلاف غړي هم زيات شول: بلغاريا، رومانيا، سلواکيا او سلوانيا په ۲۰۰۴م کال کې د دې ائتلاف برخه وگرځيدل.

په همدې کال کې په ځانگړي توگه د پخواني شوروي اتحاد درو جمهوريتونو استونيا، لاتويا او ليتوانيا په ناټو کې تر شامليدو وروسته روسيه سخته ناراحته کړه. البانيا او کروېشيا په ۲۰۱۰م کال کې او مونتينگرو بيا په ۲۰۱۷م کال کې په ناټو کې شامل شول.

ناټو په افغانستان کې د خپل ماموريت ستره برخه په ۲۰۱۴م کال کې پای ته ورسوله او هلته یې د افغان ځواکونو د رزونې او ترهگرۍ ضد عملياتو له پاره ۱۶۰۰۰ عسکر پرېښودل.

ناټو په ۲۰۱۱م کال کې په ليبيا کې د ملگرو ملتونو د ماموريت په چوکاټ کې د هوايي بريدونو قومانده په يوازې سر په خپل لاس کې واخیسته څو د ملکيانو د ساتنې په موخه «له ټولو اړينو لارو چارو» کار واخيستل شي. دا اووه مياشتني عمليات د لیبيا د واکمن معمر قدافي له واکه د پرځولو سبب شول.

ناټو اوس د افريقا په ښکر کې له سمندري داړمارانو سره د مبارزې او په مديترانه سمندرگي کې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې مرسته کوي. همدا راز یې يوه قطعه د سایبري بريدونو د مخنيوي په برخه کې هم په کار بوخته ده.

له روسېې سره ترنگلتياوې

که څه هم چې ناټو او روسيې تر سړې جگړې وروسته په ۱۹۹۷م کال کې اړيکې بيرته ټينگي کړي دي خو دغه اړيکې اوس هم ترنگلي دي. په ۲۰۱۴م کال کې په اوکراين کې د روسیې له نقش څخه نيولې بيا د کريميا تر الحاق پورې پر ډېرو موضوعاتو د نظر اختلاف ډېر زيات دی.

په ۲۰۱۶م کال کې ناټو څلور څو ملتي کنډکونه پولند او د بالتيک هيوادونو ته وليږدول. دا لومړی ځل وو چې ناټو له سړې جگړې راهيسې خپل پوځي حضور دومره پياوړی کړ.

په ۲۰۱۸م کال کې ناټو همداراز په ناروې کې د روسیې له پولې څخه يوازې څو سوه کيلومتره وړاندې پراخ پوځي تمرينونه ترسره کړل.

B.S/N.Z (AP)