د نړۍ تر ټولو سخت کار
خاورې، دود او ګرمي - د اندونیزیا په شرقي څنډه کې پروت د جاوا په سیمه کې د یوه فعال اور شیندونکي غره په لمنه کې کاریګر سلفر لټوي. دوی خپل ژوند په خطر کې اچوي او په دې توګه خپل روزګار کوي.
ډیره ګرمي
د اندونیزیا په مشرقي جاوا سیمه کې پروت د ایجن اورغورځونکي غره په لمن کې کاریګر سفلر راوباسي. د ۲۶۰۰ متره لوړوالي لرونکي دغه اور شیندونکي غره په ۲۰۰ متره ژوروالي کې د سلفرو یو جهیل موجود دی. له دغه جهیل څخه ګازونه او دود بیرون راوځي.
شین رنګه معجزه
کله چې د تودوخې د ۲۰۰ درجې درلودونکی د سلفر ګاز له دغه غره څخه بیرون کیږي، نو په تیاره کې شکل شین رنګ ته اوړي. دغه کاریګر چې سهار وختي دغه ځای ته د کار له پاره راغلی، د دغه راز یوې صحنې د لیدو شاهد دی.
خطرناک مصروفیت
دغه کار ولې د نړۍ تر ټولو خطرناک کار دی؟ له دغه ځایه وتونکی زهرجن ګاز د کاریګرو سږو او جلد ته ډیر زیان رسوي. دغه کاریګر پرته له دې چې محافظتي جامې او یا د تنفس وسایلی وکاروي، په دغو سیمو کې کار کوي او خپل ژوند په خطر کې اچوي.
ژیړه طلا (سره زر)
دلته کاریگر د سلفر ګاز د کان داخل ته د پیپونو له لارې انتقالوي څو سوړ شي. کله چې ورباندې هوا ولګیږي، شکل یې تغیر کوي او د کنډ [د ونو له تنې څخه راوتونکي یو ډول ټینګه ماده] په څیر په یوه ماده بدلیږي.
درود بار
دغه کاریګر شاوخوا ۸۰ کیلوګرامه وزن پر خپلو اوږو په دغه ډبرین غره کې انتقالوي. هغه اړ دی چې څلور کیلومټره واټن ووهي ترڅو دغه مواد خپل ځای ته ورسوي. هغه چې ربړي بوټونه یې په پښو دي، یو غلط قدم یې د ژوند په بیه تمامیدلی دشي.
ژوند په خطر کې
کله کله په دې سیمه کې د ډیرو دودونو او ګازونو له کبله کاریګر بې هوشه کیږي. دود د انسان اعصابو او سږو ته داخلیږي چې له کبله یې کاریګر خپل هوش له لاسه ورکوي. دغه کاریګر بیا د څو اونیو له پاره د خوند او بوی کولو له احساسه بې برخې وي. د تیرو ۴۰ کلونو په ترڅ کې دلته ۷۰ کاریګر وژل شوي دي. د دې سیمې د کاریګرو اوسط عمر یوازې ۵۰ کلونه دی.
د کنډ په څیر ماده
دغه ژیړ رنګه ماده د بورې [شکرې] د سپینولو، اورلګید او د سرې په جوړولو کې کارول کیږي. تر ۱۹ پیړۍ پورې دغه راز کیمیاوي مواد په ایټالیا، نیوزیلنډ او چیلي هیوادونو کې هم استخراج کیدل. خو په ځینو هیوادونو کې د اور غورشیندونو د غرونو د فعالیدو او د نوې ټیکنالوجۍ له کبله دغه راز کارونه څه نه څه آسانه شوي دي.
د سخت کار عاید؟
د دغه اور شیندونکي غره په لمن کې په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰ کاریګر کار کوي. دوی په روځني دول د ۷ او ۸ یورو متبادل پیسې ترلاسه کوي. که څه هم دغه مقدار د ایستل شوي سلفر په پرتله کم دی، خو په اندونیزیا کې دغه اندازه پیسې ډیرې ګڼل کیږي.