د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
د نړۍ نږدې ۲ میلیونو مسلمانانو د حج مراسم پیل کړي دي
له ټولې نړۍ څخه شاوخوا ۲ میلیونه مسلمانانو نن په سعودي عربستان کې د حج مذهبي مراسم پیل کړل. د حج د مراسمو په ترڅ کې سعودي عربستان لسګونه زره امنیتي ځواکونه د حج د خوندي او منظمو مراسمو له پاره په دنده ګمارلي دي. د مسلمانانو دغه ستر مذهبي مراسم په داسې وخت کې ترسره کیږي چې همدا اوس هم په عربي نړۍ کې جدي سیمه ایزې ستونزې موجودي دي.
په فاریاب ولایت کې طالبانو بله ولسوالۍ هم نیولې
افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ تائید کړې چې وسلوالو طالبانو د هیواد په شمالي فاریاب ولایت کې د یوې ولسوالۍ مرکز نیولی دی. د طالبانو لاس ته د دې ولسوالۍ لویدلو داسې ویرې را ولاړې کړي چې ښايي نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولویږي. طالبان لا له وړاندې د دې ولایت د دوو ولسوالیو کنترول په خپل لاس کې لري. زیاته شوې ده چې د ۴۰ او ۶۰ ترمنځ امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي هم دي.
میرکل او پوتین پر ګڼ شمیر موضوعات خبرې کړي
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د شنبې په شپه د «مزه برګ» په ماڼۍ کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د خپل ملاقات په ترڅ کې وویل چې زه په دې عقیده یم چې موږ یوازې د مذاکراتو له لارې کولی شو خپل اختلافات حل کړو. په دې ترڅ کې ولادمیر پوتین له اروپا وغوښتل چې له سوریې سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې د دې له پاره چې د سوریې مهاجرین بیرته خپل هیواد ته وګرځي، باید دسوریې بنسټونه له سره ورغول شي.
د هند په جنوب کې سیلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې
په هند کې د نیزو او سیلابونو له کبله له سل زره ډیر کسان د کورونو پریښودو ته مجبوره شوي دي. د هندوستان د کریلا ایالت د کرنې وزیر ویلي چې دوی هڅه کوي د هوا له لارې سیلاب ځپلو ته د څښاک اوبه، خوراکي توکي او دارو درمل ورسوي. د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۸۰۰ زره کسان بیړنیو استوګنځایونو ته انتقال شوي دي. زیاته شوې ده چې د سیلابونو له کبله لسګونه زره نور کسان د خپلو کورونو د بامونو په سر بند پاتې دي.
ایران غواړي د خپلو نفتو د خرڅلاو له پاره حل لارې پیدا کړي
د ایران مرستیال ولسمشر ویلي چې له اتومي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو تر وتلو او پر ایران باندې د امریکا تر اقتصادي بندیزونو وروسته حکومت د نفتو د پلورلو له لارې او د ترلاسه کیدونکي عاید د انتقال په برخه کې د حل لارو د موندلو په هڅه کې دي. د ایران مرستیال ولسمشر اسحق جهانګیري په دې هکله ویلي چې هیله من یو چې اروپايي هیوادونه به وکولی شي پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
غوسه برازیلیانو د وینزویلا د مهاجرینو کمپ سوځولی دی
د برازیل په شمال کې د پاکارایما ښار اوسیدونکو د مهاجرینو پر یوه کمپ برید کړی او د هغوی خیمې یې سوځولي دي. د مهاجرینو په دې کمپ کې شاوخوا ۲۰۰۰ وینزویلايي مهاجرین میشت وو. وینزویلا د ناوړه مدیریت او د نفتو د بیو د ټیتیدو له کبله له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او په دې هیواد کې د پیسو پړسوب یا تورم له کنترول څخه وتلی دی. د ۲۰۱۷م کال راهیسې د وینزویلا شاوخوا ۱۲۷ زره اوسیدونکي برازیل ته کډه شوي.