د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د لوګر والي د موټرو پر کاروان برید اته امنیتي ځواکونه ووژل
د لوګر د والي د موټرو پر کاروان د موټر بم برید شوی چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي. پخپله والي له پیښې روغ رمټ وتلی دی. د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي، ویلي چې بریدګر د والي د موټرو کاروان ته نزدي خپل له چاودیدونکو موادو ډک موټر والوزوه. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د پیښې پړه منلې او ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونو ته یې د مرګژولې اړولو ادعا کړې ده.
په هنګري کې په زرګونو تنو د اوربان د حکومت پر ضد مظاهرې وکړې
په هنګري کې یو وار بیا په زرګونو تنو د محافظه کاره لومړي وزیر ویکتور اورباند په مشرۍ د «فیدس» واکمن ګوند د سیاست پر ضد مظاهرو کې برخه واخیسته. دغه مظاهرې د پخوانیو اعتراضونو په دوام، په ځانګړي توګه د هغه یوه نوي قانون پر ضد ترسره کیږي چې له مخې یې کارمندان باید په کال کې ۴۰۰ ساعته ډیر کار وکړي.
د سوریې په پلازمېنه دمشق کې چاودنه شوې
د سوریې د دولتي تلویزون او فعالانو په حواله د دغه هیواد په پلازمېنه دمشق کې یوه درنه چاودنه شوې ده. د سوریې د بشري حقونو څارونکو په سیمه کې د خپلو فعالانو د معلوماتو پر اساس د خلکو د مرګژبلې خبره کړې ده. د دغو څارونکو په حواله تر چاودنې وروسته د ډزو د تبادلې غږونه اوریدل شوي دي. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې آیا دغه چاودنه د یوه برید په پایله کې رامنځته شوې او نه.
پولیس په شمالي ایرلنډ کې د شکمن موټر بم برید په هکله څیړنې کوي
د شمالي ایرلنډ په لندندیري ښار کې د موټر بم یوه مشکوکه چاودنه شوې ده. پولیسو په تویتر کې د یوې محکمې مخې ته د چاودنې د سیمې انځور خپور کړی دی. د یوه دویم شکمن موټر له کبله سیمه تخلیه شوې ده. پولیسو د ابتدایې معلوماتو په توګه پر تویتر لیکلي: «د بیشوپ سړک بند شوی دی. له دې ځایه لیري پاتې شئ. د موټر بم شک موجود دی.» تر اوسه پورې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دې پيښې کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
دیموکراتانو د بودیجې د تصویب په معضله کې د ترمپ د جوړجاړي وړاندیز رد کړ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د بودیجې د نه تصویبیدو له کبله د حکومتي ادارو د قسمي بند پاتې کیدو وضعیت ته د پای موندلو په موخه دیموکراتانو ته د جوړ جاړي وړاندیز کړی دی. ترمپ وویل چې د مکسیکو په سرحد کې د دیوال جوړولو په موخه د شاوخوا شپږ میلیارده ډالرو د بودیجې د تصویب په بدل کې به د مهاجرو مشخصو ډلو ته د موقتي اقامې اجازه ورکړل شي. خو د اپوزیسیون مشرې ننسي پلوسي د ترمپ دغه وړاندیز رد کړی دی.
لږ تر لږه ۱۰۰ پنا غوښتونکي په مدیترانه ډوب شوي
په مدیترانه کې د دوو کیشتیو د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه روکړی او ۱۱۷ نور لادرکه دي. د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه تویتري پيغام کې له دې پيښې څخه د دریو تنو ژوندي پاتې شویو کسانو په حواله ویلي چې یوه کیښتۍ چې ۱۲۰ تنه په کښې سپاره ول د لیبیا په ساحل کې ډوبه شوې ده. په یوه بله پيښه کې د مراکش او هسپانیې ترمنځ د کیشتۍ د ډوبیدو له امله ۵۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.